ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امنیت شورا غړي د افغان چارواکو پر سفرونو د بندیز پر سر لا هم اختلاف لري

د امنیت شورا غړي د افغان چارواکو پر سفرونو د بندیز پر سر لا هم اختلاف لري

author avatar
23 Aug 2022 - 11:48
د امنیت شورا غړي د افغان چارواکو پر سفرونو د بندیز پر سر لا هم اختلاف لري
author avatar
23 Aug 2022 - 11:48

کابل (پژواک، ۱ وږی ۱۴۰۱): د فرانسې دولتي ټلویزون راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي، د افغانستان سرپرست حکومت د ۱۳ چارواکو پر سفرونو د بندیز پر سر لا هم اختلاف لري.

د افغانستان سرپرست حکومت د ۱۳ لوړپوړو چارواکو د سفرونو معافیت د زمري په ۲۹مه پای ته ورسېده، خو اسوشیټیډپرس خبري اژانس په همدې ورځ د لوړپوړو ډیپلوماتانو له قوله راپور ورکړ چې روسیه او چین د دې پلوي دي چې د یادو ۱۳ افغان چارواکو د سفرونو معافیت دې دوام وکړي او دا چارواکي دې د روسیې او چین په ګډون قطر او د سیمې هېوادونو ته د سفر اجازه ولري.

د راپور له مخې، د امریکا متحده‌ ایالتونو په ګډون لوېدیځ هېوادونه بیا د افغانستان د سرپرست حکومت له‌ خوا د افغان نجونو او ښځو د حقونو د نقض، یوه جوړجاړي ته د رسېدو په خبرو کې د نه‌ پرمختګ او د یوه ‌ټول‌ګډونه حکومت د نه جوړولو په اعتراض، غواړي په دغه نوملړ کې کموالی راشي.

متحده‌ایالتونو وړاندیز کړی چې د ۱۳ چارواکو له ډلې، باید پر ۷ نورو کسانو یې هم سفري بندیز ولګول شي او پاتې شپږو ته یې د ۹۰ ورځو لپاره د سفر معافیت ورکړل شي چې د دوی سفرونه به هم یوازې تر قطر محدود وي؛ خو راپور کې راغلي و چې روسیې او چین تر دوشنبې ورځې وخت غوښتی څو د امریکا پر وړاندیز فکر وکړي.

خو نن د فرانسې ۲۴ ټلویزون راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو پر سفرونو د بندیز پر سر لا هم اختلاف لري.

سرچینې د ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله ویلي، په دې اړه تر اوسه د امنیت شورا غړي کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي او د دغو سفرونو په اړه شوي وړاندیزونه رد شوي دي.

دوی همداراز لیکلي، تمه کېږي چې بحثونه دوام ومومي او تر یوې احتمالي پرېکړې پورې د بندیزونو په لېست کې د افغانستان سرپرست حکومت هیڅ چارواکی سفر نه شي کولای.

په ۲۰۱۱ کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تصویب کړي پرېکړه‌لیک کې د افغانستان د سرپرست حکومت ۱۳۵ چارواکي د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړل چې پر اساس یې، د هغوی پر بهرنیو سفرونو بندیز ولګول شو خو د دغو کسانو له ډلې ۱۵ یې له تور لسته و ايستل شول او په قطر کې يې له امريکا سره د افغان سولې په تړاو مذاکرات وکړل.

خو په تېر جون میاشت کې، د افغان چارواکو پر سفري معافیت د امنیت شورا د څار کمېټې د افغانستان سرپرست حکومت د دوو چارواکو نومونه – چې یو یې د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني او بل یې د پوهنې وزارت مرستیال سعید احمد شهید‌خېل و – د سفري معافیت له لیسته و ایستل.

Views: 124

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.