کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د هواپېژندنې ادارې سبا او بله ورځ د هېواد په ۲۲ ولايتونو کې د باران، سېلابونو راوتو او په درېيو ولايتونو کې د تېزو بادونو اټکل کړی دی.
د افغانستان هواپېژندنې ادارې چهارشنبې او پنجشنبې په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، کابل، بامیان، میدانوردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، اروزګان، کندهار، دایکنډي او زابل ولایتونو کی د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.
سرچينه زياتوي: «د اورښت کچه په بېلابېلو برخو کې له ۱۵ تر ۷۰ مليمترو پورې اټکل کېږي.»
دغهراز سرچينې ويلي، په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د تېزو بادونو او دوړو احتمال شته چې د باد سرعت به په بېلابېلو ساحو کې له ۲۰ تر ۶۰ کیلومتر په ساعت کې وي.
په دې وروستيو کې د هېواد په څو ولايتونو کې د اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
Views: 160