Pajhwok Afghan News

د افغانستان طبي شورا تېر کال له ۴۷۹۸ تنو فارغ شویو ډاکټرانو ازموینه اخیستې

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان طبی شورا وایي، تېر یو کال کې یې د طب پوهنځیو له نویو فارغ شویو ۴۷۹۸ ډاکټرانو د (Exit Exam) ازموینه اخیستې چې له همدې درکه یې ۲،۳ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

دغه څرګندونې د يادې شورا سرپرست خلیلي الله شفا د وږي په دویمه په کابل کې د حکومت له لوري ملت ته د حساب ورکولو غونډه کې وکړې.

هغه زیاته کړه، سږ کال یې د (Exit Exam) ازموینې طرحه د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره شریکه کړې او د حکم ترلاسه کولو وروسته به واخیستل شي.

(Exit Exam) د افغانستان د طبي شورا له خوا طرحه شوې ازموينه ده چې د همدغې شورا له خوا د علميت او کیفيت د تثبیت، د طبي ليسانس د عرضه کولو او يا هم ټولنې ته د تکړه ډاکټرانو د وړاندې کولو لپاره اخیستل کېږي.

د ده په وينا، تردې مهاله دوی ۴۰۲۰ تنه ډاکټران راجستر کړي دي.

دی وايي، د دغې ادارې له خوا د طبي پوهنتونونو په ۹ برخو کې د تخصص اکمال ۲۶۱ معیارونه معرفي شوي دي.

‏د هغه په خبره، شکایتونو ته د رسېدنې طرزالعمل په بیاکتنې او د طبي سرغړونو او شکایتونو د ثبتولو انلاین ډېټابېس په رامنځته کېدو سره تر دې مهاله ۳۲ شکایتونو او طبي سرغړونو ته رسېدنه شوې ده.

‏ دغه راز د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د افغانستان طبي شورا د نظام په جوړښت کې د بودجوي واحد په توګه رامنځته او خپل فعالیت ته یې دوام ورکوي.

Views: 350

Exit mobile version