ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوکراین د خپلواکۍ ورځ؛ د امریکا له خوا د مرستې اعلان او د روسیې بریدونه

د اوکراین د خپلواکۍ ورځ؛ د امریکا له خوا د مرستې اعلان او د روسیې بریدونه

author avatar
25 Aug 2022 - 06:42
د اوکراین د خپلواکۍ ورځ؛ د امریکا له خوا د مرستې اعلان او د روسیې بریدونه
author avatar
25 Aug 2022 - 06:42

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۱): امریکا او بریتانیا د اوکراین د خپلواکۍ په ورځ له دغه هېواد سره څو میلیارد ډالر مرسته اعلان کړه، خو روسیې بیا په دې ورځ یوه برید کې ۲۲ اوکراینیان ووژل شول.

پرون چهارشنبې (د اګسټ ۲۴مه) د اوکراین خپلواکۍ ورځ وه، په همدې ورځ پر دغه هېواد د روسیې د یرغل شپږ میاشتې پوره شوې.

اوکراین په ۱۹۹۱ میلادي کال کې له پخواني شوروي اتحاده خپلواکي اخیستې ده.

امریکا غږ خبر ورکړی چې روسي ځواکونو پرون (چهار شنبې) د اوکراین د اورګاډي پر یوه تمځای برید کړی چې له امله یې ۲۲ کسان وژل شوي دي.

د اوکراین رسنیو ویلي چې دغه مرګونی برید د دنیپروپټروفسک سیمې په چاپلین ساحه کې شوی دی.

بلخوا د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلنسکي په دې ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپله ویډیویي وینا کې ویلي: «چاپلین زموږ د نن ورځې درد دی.»

اوکراین د روسیې د راکټي بریدونو له وېرې د خپلواکۍ له ورځې مخکې تر پنجشنبې پورې په پلازمېنه کیېف کې لویې غونډې منع کړې دي.

دغه راز د اوکراین خپلواکۍ نمانځنې په ورځ د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن له دغه هېواد سره د نږدې ۳ میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه.

بایډن وویل، دا مرستې داسې تنظیم شوې چې په اوږدمهال کې له اوکراین سره په دفاعي برخه کې وشي. ځینو امریکايي چارواکو ویلي چې د دغو مرستو ځینې برخې به په راتلونکي یو او دوو کلونو کې ونه لګول شي.

هغه زیاته کړې چې په دغو مرستو کې دافع هوا، توپخانه يي سیستمونه او مهمات یې او د بې‌پیلوټه الوتکو سیستمونه شامل دي. له شاوخوا یو نیم کال راهيسې امریکا له اوکراین سره ۱۰.۶میلیارد ډالر مرسته کړې ده.

بلخوا د اوکراین خپلواکۍ په ورځ د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن کیېف ته تللی او د اوکراین له ولسمشر سره یې لیدلي دي.

هغه له اوکراین سره د ۸۵ میلیون ډالرو مرستې د اعلان ترڅنګ د ګڼ شمېر بې پیلوټه الوتکو د ورکړې ژمنه هم وکړه.

[/restrict]

Views: 125

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.