ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د تقلبي کیمیاوي سرې د تولید ۷ کارخونې تړل شوې دي

بلخ کې د تقلبي کیمیاوي سرې د تولید ۷ کارخونې تړل شوې دي

author avatar
25 Aug 2022 - 13:44
بلخ کې د تقلبي کیمیاوي سرې د تولید ۷ کارخونې تړل شوې دي
author avatar
25 Aug 2022 - 13:44

مزارشریف (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۱): د بلخ امنیتي سرچینو ویلي چې په دغه ولایت کې يې د تقلبي کیمياوي سرې د تولید ۷ کارخونې تړلې او په دې تړاو يې ۹ کسان هم نیولي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي ذبیح‌الله نوراني نن پژواک ته وویل، استخباراتي ځواکونو هغه ۹ کسان نیولي چې د کیمیاوي سرې د تولید ۷ غیرقانوني کارخونې يې درلودې.

نوموړي زياته کړه چې له نیولو کسانو ۵۰۰۰ بوجۍ جعلي کیمیاوي سره هم ترلاسه شوې چې له خاورې، ګچ او سلفر څخه جوړه شوې ده.

هغه وویل چې نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي شمس‌الله ابوخالد هم پژواک ته وویل چې دغه جعلي سره نه یوازې کښتونو ته ګټه نه لري، بلکې زیانونه لري او کښتونه له منځه وړي.

Views: 65

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.