ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: امریکایي بې پيلوټه الوتکې اوس هم د کابل پر فضا ګرځي، دا تېری دی

مجاهد: امریکایي بې پيلوټه الوتکې اوس هم د کابل پر فضا ګرځي، دا تېری دی

author avatar
25 Aug 2022 - 21:46
مجاهد: امریکایي بې پيلوټه الوتکې اوس هم د کابل پر فضا ګرځي، دا تېری دی
author avatar
25 Aug 2022 - 21:46

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۱) : د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې پر  افغانستان د امریکا یرغل لا هم دوام کوي او بې پیلوټه الوتکې یې لا هم د کابل پر فضا ګرځي.

مجاهد دا څرګندونې نن د وږي په ۳مه، په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال کړې دي.

نوموړی وایي، دا چاره د افغانستان پر هوایي حریم څرګند تېری دی او د بندولو په اړه یې له امریکایي چارواکو سره بحث او خبرې روانې کړې دي.

د حکومت ویاند وویل، په دې تړاو یې نیوکې له امریکایانو سره شریکې کړې دي او له هغوی یې غوښتي چې د ستونزې د حل لپاره مخامخ طالبانو سره خبرې وکړي.

د یادولو ده چې د امریکا حکومت له افغانستان د خپلو پوځیانو له ایستلو وروسته ویلي وو چې د هوا له لارې به د افغانستان د خاورې څارنه کوي او اجازه به نه ورکوي چې څوک له افغانستانه پر امریکا یا متحدینو یې برید وکړي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت دغه کار د دوحې له تړون څخه سرغړونه بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره میاشت امریکا پر کابل ښار دیوه هوایي برید په ترڅ کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د وژلو خبر ورکړ.

د افغانستان سرپرست حکومت هغه مهال دامریکا د بې پیلوټه الوتکې برید تایید کړی و، خو د الظواهري وژل یې نه و تایید کړی.

مجاهد نن یو ځل بیا په خبري کنفرانس کې وویل چې د ظواهري د وژل کیدو خبر یواځې ادعا ده او تر اوسه امریکا دا نه دی ثابت کړی.

هغه زیاته کړه : (( په دې اړه لا څیړنې روانې دي، تر اوسه د الظواهري مړی هم نه دی موندل شوی.))

د حکومت ویاند دداعش ډلې په اړه وویل چې دوی په افغانستان کې له منځه وړل شوي، د روسیې په ګډون د سیمې هېوادونه دې په دې تړاو هیڅ اندیښنه نه لري.

Views: 193

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.