Pajhwok Afghan News

د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ سېلاب ځپلي د مرستو په وېش کې د روڼتیا غوښتنه کوي

پل‌علم (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۱): د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ سېلاب‎ځپلې کورنۍ وایي، د خیریه بنسټونو او موسسو له لوري شوې مرستې په شفاف ډول نه وېشل کېږي او په کمپونو کې مېشتې سېلاب‌ځپلې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.

د یادې ولسوالۍ یوه قومي مشر صدیق‎الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د خوښۍ ولسوالۍ مقام ته څېرمه په جوړ شوو کمپونو کې شاوخوا ۶۰۰ سېلاب‎ځپلې کورنۍ ژوند کوي او کېدونکې مرستې ورته په شفاف ډول نه وېشل کېږي.

نوموړی وایي، که څوک واسطه ولري نو د سرپناه لپاره خېمې او خوراکي توکي ورته رسېږي خو که واسطه ونه لري، هیڅوک پاملرنه نه ورته کوي.

هغه زیاتوي: «د مرستو په وېش کې هیڅ شفافیت نشته، د ډېرو کسانو لېستونه- چې د خېمو لپاره نیول شوي- ځيني وروسته کوي او ځيني مخکې کوي، له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره باید په شفافیت مرستې وشي ځکه ګڼو کورنیو خپل غړي له لاسه ورکړي، ټپیان شوي، کورونه او شتمني یې له منځه تللي دي.»

د سېلاب‎ځپلو کورنیو د کمپ یوه بل اوسېدونکي محمد اصف پژواک ته وویل، په ډېر ناوړه وضعیت کې ژوند تېروي او ډېرو سېلاب‎ځپلو کورنیو  ته د سرپناه خېمې او خوراکي توکي هم نه دي وېشل شوي.

هغه همدارنګه له کورنیو او نړۍوالو خیریه بنسټونو او موسساتو غواړي چې د خوښۍ ولسوالۍ سېلاب‌ځپلو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسوي او له روان ناورینه یې وژغوري.

نوموړی وایي: «که له کلیو او کور څخه څوک ډوډۍ راته راوړي، وبه یې خورو، که نه همداسې به وږي پاتې یو، زما خېمه وګوره، له ما سره هیچا هم مرسته نه ده کړې.»

د سېلاب خیریه بنسټ مشر سیداحمد سېلاب پژواک خبري اژانس ته وویل، د خپل شخصي خیریه بنسټ له لارې یې له سلګونه سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د خېمو او خوراکي توکو مرسته کړې او دغه لړۍ دوام لري.

نوموړي زیاته کړه، د خوښۍ ولسوالۍ له سېلاب‎ځپلو کورنیو سره د مؤسساتو او خیریه بنسټونو له لوري شوې مرسته بسنه نه کوي، دولت او نړۍوالې ټولنې ته په کار ده چې د لوګر ولایت سېلاب‌ځپلو کورنیو د هستوګنې کورونه بیا ورغوي.

هغه وایي: «د خوښۍ ولسوالۍ سېلاب‎ځپلې کورنۍ د ژوند کولو لپاره هر څه ته اړتیا لري، دوی لکه چې نوي کډوال راشي، هیڅ هم نه لري، نړۍواله ټولنه او حکومت دې له سېلاب‎ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.»

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع الله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې په خوښۍ ولسوالۍ کې سېلاب‎ځپلو کورنیو ته مرستې د یوه کمېسیون له لوري په شفافه توګه وېشل کېږي.

هغه زیاته کړه، په جوړ شوي کمېسیون کې اطلاعاتو او کلتور ریاست، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست، د کرنې او مالدارۍ ریاست، د کډوالو چارو امریت او همدارنګه د لوګر ولایت امنیه قومانداني غړیتوب لري.

دی زیاتوي: «مرستې په شفافه توګه وېشل کېږي، د هیچا مراعات هم نه کېږي، ټوله پروسه شفافه ده، د مرستو د وېش په کمېسیون کې خپله ولسوال، د اطلاعاتو او کلتور رییس، د کډوالو چارو رییس، د کرنې رییس او همدارنګه د امنیې قوماندانۍ یو استازی غړیتوب لري، د خلکو شکایتونه بې‎اساسه دي.»

د روانۍ اونۍ په پيل کې د لوګر په مرکز پل‎علم، خوښۍ او محمداغې ولسوالیو کې له سختو اورښتونو وروسته سېلابونه راووتل چې له امله یې ۲۰ کسان وژل شوي ۴۰ ټپيان شوي، ۳۰۰۰ کورونه نړېدلي او ۲۰۰۰ زره څاروي تلف شوي دي.

Views: 19

Exit mobile version