کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان د هواپېژندنې ادارې سبا د هېواد په ۲۴ ولايتونو کې د باران او سېلابونو راوتو او په درېيو ولايتونو کې د تېزو بادونو اټکل کړی.
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې ویلي چې د وږي په څلورمه په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، کابل، بامیان، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، اروزګان، کندهار، هلمند، دایکنډي، غور او زابل ولایتونو کې د اورښت او سېلابونو راوتو امکان شته.
سرچينه زیاتوي چې د اورښت کچه په بېلابېلو برخو کې له ۱۵ تر ۶۰ مليمترو اټکل شوې ده.
دغه راز سرچينې ويلي، په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د تېزو بادونو او دوړو احتمال شته چې د باد سرعت به په بېلابېلو سیمو کې له ۲۰ تر ۶۰ کیلومتر په یو ساعت کې وي.
په دې وروستيو کې په لوګر، میدان وردګو، غزني، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې د اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد نن په کابل کې خبريالانو ته وویل چې په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو راوتو له امله ۱۸۲ کسان مړه او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، د دې سېلابونو له امله څه باندې درې زره کورونه ویجاړ او یا زیانمن شوي دي.
Views: 40