ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې د پستې د پروسس فابریکه لا هم فعاله نه ده

بادغیس کې د پستې د پروسس فابریکه لا هم فعاله نه ده

author avatar
27 Aug 2022 - 17:46
بادغیس کې د پستې د پروسس فابریکه لا هم فعاله نه ده
author avatar
27 Aug 2022 - 17:46

قلعۀ‌نو (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۱): په بادغیس ولایت کې ځینې سرچینې په داسې حال کې په دودیز ډول د پستې د پروسس خبره کوي چې دوه کاله مخکې په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۵۰زره امریکایي ډالرو په لګښت د پستې د پروسس یوه فابریکه جوړه شوه.

د دې فابريکې مسوول عبدالباقي نيازي پژواک خبري اژانس ته وويل، دوه کاله مخکې يې دغه فابريکه جوړه کړې، خو لا هم فعاله نه ده.

نوموړي پرله‌پسې وچکالۍ چې د حاصلاتو د کمېدو لامل شوې، د کرونا ويروس خپرېدل او د تېر کال سياسي بدلون چې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو د زياتوالي لامل شوي، د دغي فابریکې د نه فعاليدو اصلي لاملونه بولي.

نيازی وايي، د اقتصادي ستونزو له امله باغ‌لرونکي لېوال دي چې د خپلې پستې حاصلات په دوديزه توګه پروسس کړي.

هغه زياتوي، دولت او سوداګر بايد په دې فابريکه کې د پستې محصولات پروسس کړي، څو د پستې د ضايع کېدو مخه ونيول شي او غوره او ښه مغز د نړۍ بازارونو ته وړاندې شي.

عبدالباقي زياته کړه: «په دغه فابريکه کې د پستې پروسس، له دوديزې پروسس سره ډېر توپير لري؛ هغه پسته چې د ماشین په وسیله پروسس شي، ۲۲۲ تر ۳۰۰ افغانیو په لوړه بیه پلورل کېږي.»

په بادغیس کې یو پسته لرونکي غلام فاروق وویل: «د دې لامل چې پسته مې د هغه د پروسس فابریکې ته نه وړم، دا دی چې ‎ لومړی خو د پستې د پروسس د دې ماشین په اړه نه پوهېږم چې زما له پستې مغز څه ډول باسي او دویم هم دا دی چې د هغو کورنیو لپاره چې پسته مغز کوي، یوه مرسته کېږي، ځکه خلک بېوزله دي او څه نه لري، او ډېری کورنۍ له همدې لارې پیسې ګټي او خپلې اړتیاوې پوره کوي.»

په ورته مهال، د پوهنتون استاد شمس‌الحق شمس وايي، په دوديز ډول د پستې پروسس کول، پر دې سربېره چې د پستې مغر ته زیان اړوي او ضایعات لري، له روغتيايي پلوه هم ستونزې لري.

هغه زياتوي، د ماشين په واسطه د پستې پروسس له يوې خوا د دې محصول د ککړېدو مخنیوی کوي او له بلې خوا يې مغز سالم پاتې کېږي.

نوموړي له حکومته او سوداګرو وغوښتل چې د پستې محصولات دې د ماشين په واسطه پروسس کړي، څو يې ارزښت او کيفيت ثابت پاتې شي.

خو د بادغيس ولايت د کرنې رياست مسوولین وايي، هڅه کوي څو دغه شرکت بېرته فعال کړي او ګټه ترې واخلي.

د بادغيس د کرنې رييس محسن احسان وايي، دغه موضوع يې له لوړپوړو چارواکو سره شريکه کړې او دغه ستونزه به هواره کړي.

هغه زیاتوي: «موږ تصمیم لرو څو د مرکز لارښوونې واخلو او د دغه شرکت له لارې د پستې پر پروسس کار وکړو.»

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.