Pajhwok Afghan News

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده

اټلانټا (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۱): ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې په داسې حال کې بشري مرستې کمې شوې چې ژمی په را رسېدو دی او شاوخوا  شپږ میلیون افغانان د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.

دغه څرګندونې د بشري مرستو  په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس د وږي په ۶مه د افغانستان په تړاو د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته – چې د روسیې په غوښتنه رابلل شوې وه – کړې دي.

هغه زیاته کړې: «افغانستان کې بشري، اقتصادي، د ولږې او اقلیمي بحران دی، د ناهیلۍ بحران نه دی.»

مارټین ګریفیټس ویلي چې په افغانستان کې ۲۴ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او ۱۹ میلیون نور له سختې لوږې سره مخ دي.

د نوموړي په وینا، د اټکل له مخې، درې میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

مارټین زیاته کړې چې دوی تېر کال د افغانستان لپاره د ۴،۴ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه، خو اوس هم را روان ژمي ته  ۳،۱۴ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د هغه په خبره، د ژمي له رارسېدو مخکې ۶۱۴ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري، څو اړمنو خلکو ته ګرمې جامې او کمپلې پرې واخیستل شي.

مارټین ګریفیټس وایي، وخت کم دی او دا ټول کارونه باید تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې ترسره شي.

هغه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې په دې سخت وخت کې له افغانانو سره ودریږي.

Views: 67

Exit mobile version