Pajhwok Afghan News

دایکنډي کې د نیلي ښارګوټي اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت لري

نیلي (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۱): د نيلي نوي ښارګوټي اوسېدونکي ادعا لري چې هره ورځ بوشکې په لاس  په اوبو پسې سرګردانه ګرځي.

د نیلي ښارګوټي یوه اوسېدونکي محمد حسین وویل: «تېر کال هم وچکالۍ د خلکو ترمنځ اندېښنې رامنځته کړې وې، خو روان کال په ډېرو ستونزو سره کولای شي چې د څښاک اوبه برابرې کړي.»

هغه زیاته کړه، تر یوې اونۍ مخکې د کور د انګړ په څاه کې یې اوبه وې، خو اوسمهال دغه اوبه هم وچې شوې دي او د کورنۍ ټول غړي یې هره ورځ له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د هغه په وینا، هر سهار له ژېړو بوشکو سره د خپلو ګاونډيانو دروازو ته په اوبو پسې ورځي، خو هغوی هم له ورته ستونزې سره مخ دي او اړ دي چې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره په ښار کې عامه څاه‌ګانو او پمپونو ته ولاړ شي.

له بلې خوا، د نیلي ښار یو بل اوسېدونکی حاجي حنیف وایي، اقتصادي بېوزلۍ ته په پام سره چې خلک ورسره لاس او ګرېوان دي هغوی د ژورو څاه‌ګانو د کیندلو توان نه لري او ډېر کم خلک شته چې له لرې سیمو څخه اوبه پېري او خپلو کورونو ته یې راوړي.

د دایکنډي دغه اوسېدونکی له ولایتي ادارې او موسسو تمه لري، څو په نیلي ښارګوټي کې د اوبو رسونې یوه شبکه فعاله کړي چې ټولو خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شي.

په همدې حال کې، حکومتي چارواکي هم په دایکنډي کې د اوبو نشتون یوه اساسي ننګونه بولي.

په دايکنډي کې د برني هلمند سیند د فرعي حوزې ریاست د اوبو د تنظیم امر خداداد صامت وویل: «له بده‌مرغه سږ کال د تېر کال په پرتله زیاتې وچکالۍ خلک اغېزمن کړي او ټول يې اندېښمن کړي دي.»

هغه زیاته کړه، دې ته په کتو چې په دایکنډي ولایت کې وچکالي رامنځته شوې خو به ډېری ولسوالیو کې نهرونه شته دي او له بلې خوا، په دغو ولسوالیو کې ځینو موسسو د اوبو رسونې ځینې پروژې تطبیق کړې دي، خو په نیلي ښار کې د سیند د نشتوالي، د سیمې هوارۍ او وچکالۍ له امله خلک ډېر اغېزمن شوي دي.

هغه زياته کړه، په پام کې و چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) له خوا سږ کال په نيلي ښار کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو کار پيل شي، خو له سروې او د لګښتونو له اټکل وروسته يې د بودجې د تامینولو توان نه درلود.

صامت وویل، یادې ادارې ته د بودجې د تخصیص نه ورکولو له امله هغوی هم سږ کال کومه پروژه په پام کې نه ده نیولې.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د دایکنډي د چاپیریال ساتنې ریاست مسوولینو ویلي وو چې د تېرو دوو کلونو وچکالۍ د دغه ولايت ٩٠ سلنه اوسېدونکي زيانمن کړي دي.

Views: 10

Exit mobile version