جلالاباد (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۱): د ننګرهار د بدني روزنې رياست او يو شمېر رضاکارو ځوانانو په جلالاباد ښار کې درې ورځنۍ ورزشي سيالۍ پيل کړې چې له عوايدو به يې سېلابځپلو کورنيو سره مرسته وشي.
په دغو سياليو کې د سوکوهنې، پهلوانۍ، واليبال او فوټبال لوبې نندارې ته وړاندې کېږي.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس قاري نورمحمد حنيف وويل، دغه سيالۍ د بدني روزنې رياست، د ځوانانو چارو امريت او ننګرهار مېشتو رضاکارو ځوانانو له لوري پلان شوې دي.
دی په دغه برخه کې د ځوانانو ونډه ډېره مهمه ګڼي او وايي، که افغانان همداسې يو بل ته په سختو حالاتو کې لاس ورکړي، نو د پرديو له احتياجه خلاصېدلای شي.
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې رييس عبدالسلام وزيروال وويل، سيالۍ به څلور ورځې دوام وکړي او د ورزشي سرکس پر نمايشاتو سربېره به د فوټبال، واليبال، پهلوانۍ او سوکوهنې لوبې نندارې ته وړاندې شي.
ټولنيز فعال او په دغو سياليو کې د رضاکاره ځوانانو مشر عطاءالله خوږياڼی – چې د سياليو د ټکټونو راټولولو او مرستو رسولو پروسه مخته وړي – وايي، د پنځوسو، سلو، پنځه سوه او زر افغانيو ټکټونه پلان شوي چې نندارې ته هر ورتلونکی کس به د خپل توان مطابق ټکټ اخلي او بيا به راټولې شوې پيسې پر سېلابځپلو کورنيو وېشل کېږي.
دی وايي، د ټولنيزو شبکو له لارې يې هم کمپاين پيل کړی چې سلګونه ټکټونه د بهر مېشتو افغانانو له لوري اخیستل شوي او پيسې به يې پر اړو کسانو ووېشل شي.
د ننګرهار ولايت د بېړنيو پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د معلوماتو له مخې، تېره يوه مياشت په دغه ولايت کې د سېلابونو راوتلو له امله ۲۹۰۴ کورنۍ زيانمنې شوې، ۱۴ کسان مړه او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.
Views: 56