Pajhwok Afghan News

لښکرګاه کې غلو یو ملکي کس وژلی

لښکرګاه (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۱): د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې غلو یو ملکي کس وژلی دی.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد نن (د وږي ۱۳مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کس تېره شپه لس بجې د لښکرګاه ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند د ولي کرم هدیرې سيمه کې د وسله‌والو غلو له خوا وژل شوی دی.

هغه وویل: «وژل شوی کس برهان‌الدین نومېده، د هلمند د ناوې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و، وسله‎والو غلو وژلی او موټرسایکل يې هم ترې بیولی دی.»

هغه زیاته کړه چې یاد کس لومړی ټپي و خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

نوموړي دغه راز وویل، غله له سيمې تښتېدلي خو امنیتي ځواکونو يې د نیولو لپاره هڅې پيل کړې دي.

Views: 195

Exit mobile version