شبرغان (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۱): په جوزجان ولایت کې د ناروې هېواد په مالي مرسته د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو ښوونځيو د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره یې ۳زره زدهکوونکو ته په معیاري ښوونیز چاپیریال کې د زدهکړې زمینه برابرېږي.
د جوزجان د پوهنې رییس الحاج مولوي محمدطاهر جواد نن د یادو ښوونځيو د بنسټ اېښودو په مراسمو کې وویل، دغه ښوونځي د یاد ولایت په اقچې، خانقاه او خواجه دوکوه ولسوالیو کې جوړېږي.
نوموړي زیاته کړه، د دغو ښوونځيو ودانیزې چارې نن (د وږي ۱۴مه) پیل شوې او په درېیو میاشتو کې به بشپړې شي.
د هغه په خبره، د یادو ښوونځیو په جوړېدو سره به درې زره هغو زدهکوونکو ته چې مخکې یې په ازاده فضا او تر خېمو لاندې درسونه ویل، د معیاري زدهکړې زمینه برابره شي.
سرچینې د سیمې له خلکو وغوښتل چې د یادو ودانیو ساتنې ته دې جدي پاملرنه ولري.
په جوزجان کې د اکټید دفتر ولایتي مسوول انجنیر امانالله امین وایي، اکټید موسسه د یادو ودانیو جوړولو چارې د ۱۳،۸ میلیون افغانیو په لګښت د ناروې هېواد په مالي مرسته پرمخ بیایي.
ده وویل، د یادو ښوونځيو ودانۍ په اساسي او پاخه ډول جوړېږي.
Views: 7