کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وایي، هغه سوالګر زندان ته وړل کېږي چې د اړوندې کمېټې له خوا بایومټریک شوي وي او بیا ځلي په بازار کې د سوال کولو پر وخت ونیول شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د زمري په ۱۷مه اعلان وکړ چې د یو شمېر نورو بنسټونو په مرسته له کابل ښاره د سوالګرو ټولولو او د هغوی د ستونزو هوارولو لړۍ پیلوي.
دغې ادارې تېره ورځ وویل چې د وږي تر ۱۲مې د کابل ښار له مختلفو سیمو ۳۰۴۸ نارینه، ښځینه او ماشوم سوالګر ټول شوي چې له دې ډلې ۹۶۶ مستحق او پاتې نور یې حرفوي سوالګر دي.
د سرچیني د معلوماتو له مخې، کسب لرونکو سوالګرو ته د کار او سوالګرو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابرېږي او هغه سوالګر چې واقعاً غریب دي او کار نه شي کولای، هغوی ته معاش ټاکل کېږي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د سوالګرو ټولولو کمېټې له هدایت سره سم د کابل امنیه قومانداني په پام کې لري چې په ښار کې د سوالګرو تصفیوي پروسه پیل کړي.
دی وایي، هغه سوالګر چې د یادې کمېټې له لوري بایومیټریک شوي او بازار کې د سوال کولو پر وخت ونیول شي، زندان ته وړل کېږي.
هغه ونه ویل چې یاد کسان د څومره وخت لپاره زندانی کېږي.
ده وویل چې په کابل ښار کې د بایومټریک له سیسټم پاتې سوالګر هم ثبتېږي.
Views: 159