Pajhwok Afghan News

اسیا شورا په افغانستان کې د بشري مرستو د ډېرېدو غوښتنه کوي

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۱): د اسیا شورا/ Asia Council له نړیوالې ټولنې غوښتي څو په افغانستان کې له احتمالي بشري ناورین مخکې په خپلو بشري مرستو کې ډېروالی راولي.

دغې ادارې د هغه لنډمهاله راپور پر بنسټ- چې د سوېلي، مرکزي او لوېدیځې اسیا د پلاوي له خوا چمتو شوی- له نړیوالې ټولنې غوښتي، په افغانستان کې د بشري مرستو کچه ډېره کړي څو د یوه لوی بشري ناورین مخنیوی وشي.

د اسیا شورا له خوا په دې اړه په خپرې شوې خبرپاڼه کې په افغانستان کې بشري وضعیت خورا کړکېچن بلل شوی دی.

په خبرپاڼه کې د یاد خپاره شوي راپور پر بنسټ راغلي: «د افغانستان د ۴۰ میلیونه نفوس له جملې ۹۰ سلنه افغانان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او له ۲۰ میلیونه ډېر وګړي له اوږدمهاله لوږې سره مخ دي، دغه وضعیت په میلیونونو خلک د مړینې له خطر سره مخ کړي دي.»

دغه راز یادونه شوې چې په افغانستان کې د کمزوري روغتیايي سیسټم له امله مېندې او ماشومان تر ټولو ډېر له خطر سره مخامخ دي.

د خبرپاڼې په حواله، راتلونکی ژمی او واوره د مرستو رسولو پر وړاندې جدي لوجستیکي ننګونه ده، وروستیو پر له پسې طبیعي پېښو دا چاره نوره هم کړکېچنه کړې او  د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې د سېلابونو له امله د لېږد رالېږد کرښه ګډه وډه شوې ده.

اسیا شورا ټینګار کوي، مخکې له دې چې په افغانستان کې د ژمي موسم پیل او د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخ شي، نړیواله ټولنه باید بېړني ګامونه واخلي او له افغانانو سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

دغه راز یادې شوې ادارې د افغانستان د اقتصاد پر بیا ژوندي کولو هم ټینګار کړی څو دغه هېواد له نړیوال اقتصاد سره سم د فعالې بانکدارۍ سیسټم ولري او په دې توګه له اوسني بحراني وضعیت څخه ووځي.

په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه دغه لنډ مهاله راپور به د اسیا شورا په اقتصادي غونډه کې د بحث لپاره وړاندې شي چې په بنکاک کې جوړېږي.

Views: 99

Exit mobile version