ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې پر ښوونځیو د درسي کتابونو وېش پيل شو

پکتیکا کې پر ښوونځیو د درسي کتابونو وېش پيل شو

author avatar
8 Sep 2022 - 14:09
پکتیکا کې پر ښوونځیو د درسي کتابونو وېش پيل شو
author avatar
8 Sep 2022 - 14:09

ښرنه (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۱): د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وایي، د ښوونيز نصاب د کتابونو د وېش لړۍ یې پيل کړې چې په ترڅ کې به یې د دغه ولایت د ۹۹ سلنه ښوونځیو زده‌کوونکو ته درسي کتابونه ورسوي.

د پکتیکا ولایت د پوهنې رییس مولوي ميرزا علي خان سعيد پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولایت په تشکیل کې ټول ۴۰۵ ښوونځي شته چې له دې جملې د ۳۹۵ ښوونځیو زده‌کوونکي د درسي کتابونو له کمښت سره مخ وو.

هغه زیاته کړه، نن د وږي په ۱۷مه پر یادو شوو ښوونځیو د درسي کتابونو وېش پیل شو چې څو ورځې به دوام وکړي.

دی وایي، د پوهنې وزارت له لوري پکتیکا ته ۶۳۱زره ۶۲۱ ټوکه د ښوونیز نصاب کتابونه رالېږل شوي چې د دغه ولایت د ۹۹ سلنه لېسو، منځنيو او لومړنيو ښوونځيو زده‌کوونکي به ورڅخه برخه‌من شي.

تر دې وړاندې د پکتيکا د مرکز او ولسوالیو ښوونکو په وار وار په ښوونځيو کې د درسي کتابونو له کمښته شکایت کړی و او له چارواکو یې د دغې ستونزې حل غوښتی و.

په مرکز ښرنه کې د محمد‌الله په نوم يوه ښوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کتابونو نشتوالي د ښوونې او روزنې بهیر اغېزمن کړی و او د زده‌کوونکو پر روحیي یې بد اغېز کړی و.

هغه زياته کړه: «تل مو دا غوښتنه وه چې ښوونځيو ته دې کتابونه ورسېږي، له زده‌کوونکو سره چې کتاب نه وي نو درس څنګه ووایي؟»

دی د کتابونو وېش خوشحاله کړی او وايي چې له دغه ګام سره به د زده‌کوونکو د زده‌کړې بهیر ښه شي.

د يادونې ده چې د پکتيکا ولايت په مرکز او ولسواليو کې ۴۰۵ دولتي ښوونځي شته چې له جملې یې ۶۱ لومړني، ۲۷۲ منځني او ۷۲ لېسې دي.

Views: 80

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.