ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کرکټ بورډ: بریا او ناکامي بايد د اخلاقو او فرهنګي پولو د ماتولو لامل نه شي

د افغانستان کرکټ بورډ: بریا او ناکامي بايد د اخلاقو او فرهنګي پولو د ماتولو لامل نه شي

author avatar
9 Sep 2022 - 01:26
د افغانستان کرکټ بورډ: بریا او ناکامي بايد د اخلاقو او فرهنګي پولو د ماتولو لامل نه شي
author avatar
9 Sep 2022 - 01:26

اټلانټا (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۱): د پاکستان کرکټ بورډ وایي چې د افغان مینه والو پر ضد د  کرکټ نړیوالې شورا ته شکایت کوي، خو د افغانستان کرکټ بورډ بیا وایي چې هېڅ بری او ناکامي بايد د اخلاقو او فرهنګي پولو د ماتولو لامل نه شي.

دوه ورځې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د اسیایي جام سیالیو په یوه مهمه لوبه کې لومړی د افغان لوبغاړي فرید احمد ملک او پاکستاني لوبغاړي اصف علی ترمنځ شخړه وشوه، خو تر لوبې وروسته د مینه والو او نندارچیانو ترمنځ په میدان کې دننه او له میدانه بهر تاوتریخوالی رامنځته شوی و.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر رمیز راجا ویلي، نړیوالې شورا ته به د افغان مینه والو پر ضد شکایت کوي او ورته به ووایي چې لوبډله او مینه وال یې په “خطر” کې دي.

ده زیاته کړې، ” ګټل او بایلل د لوبې برخه ده او دا یوه سخته سیالي وه او احساسات باید په کنټرول کې ساتل شوي وای. نو موږ باید خپلې اندیښنې ای سي سي سره شریکې کړو. دا موضوع څارو او خپل اعتراض ثبتوو.”

خو د افغانستان کرکټ بورډ د یادو پېښو په اړه نرمه خبرپاڼه کړې او ویلي یې دي هېڅ بری او ناکامي باید د اخلاقو او فرهنګي پولو د ماتولو لامل نه شي.

سرچینې زیاته کړې : ” له شک پرته کرکټ او په ټوله کې ورزش د ملتونو او ولسونو د لا ډېر نږدې والي او صمیمیت پدیده ده. راځئ له همدې لارې ملتونه او هېوادونه لا ډېر سره نږدې کړو او د بریا پر مهال یو بل ته مبارکي او نېکې هیلې پېرزو کړو. ”

د افغانستان کرکټ بورډ ویلی، کرکټ او ورزش چا ته اجازه نه ورکوي چې احساسات يې د نورو احساس مجروح کړي او د ورورولي او دوستي فضا په تاوتریخوالي واړوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، افغان اتلانو تل د افغانستان غوره استازولي کړې او کرکټ سره یې د ښو لوبغاړو په توګه ملتیا کړې ده، له نورو هم هیله ده چې د کرکټ جذبې او مینې ته درناوی ولري او د ولسونو ترمنځ مینه خپره کړي.

د یادونې وړ ده چې د کرکټ نړیوالې شورا د لوبې پر مهال په میدان کې دننه د رامنځته شوې پېښې له امله فرید ملک او اصف علي نغدي جریمه کړې، خو د نندارچیانو په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

بلخوا کوربه هېواد متحده عربي اماراتو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی له لوبې وروسته په لوبغالي کې د ګډوډۍ په اړه پلټنې کوي.

Visits: 821

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.