Pajhwok Afghan News

د غزني د صنعتي فابریکو تولیدات تر ۸۰ سلنې کم شوي

غزني (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۱): د غزني صنعتګر او د فابریکو چلوونکي وايي، د شته اقتصادي ننګونو، د خامو موادو کمښت، د غوره مارکېټ او د صنعتي پارکونو نشتوالي له امله اړ شوي چې د خپلو کارکوونکو شمېر کم او د تولید کچه ټيټه کړي.

هغوی زیاتوي، په دې وروستیو کې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی، توکو ته تقاضا کمه شوې نو ځکه اړ شوي چې په خپلو تولیداتو کې له ۷۵ تر ۸۰ سلنه کموالی راولي.

په غزني کې د اریانا په نوم د ایوډین مالګې د تولید فابریکې مسوول بشیراحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د پخوا په پرتله یې کاروبار خورا ټکنی شوی، ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او توکو ته تقاضا کمه شوې ده.

هغه زیاته کړه، دغه وضعیت اړ کړی چې کارګر ځواب او د تولید کچه کمه کړي.

دی وايي: «پخوا په فابریکه کې له ۵۰ ډېرو کسانو کار راسره کاوه، خو اوس مې دغه شمېر ۱۰ تنو ته راټیټ کړی دی.»

په غزني کې د مشروباتو د تولید یوې فابریکې مسوول سیراحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اوسني حکومت په راتلو امنیتي وضعیت ښه شوی، په ناقانونه توګه د پیسو اخیستل بند شوي خو بیا هم د فابریکو په تولیداتو کې ۸۰ سلنه کمښت راغلی دی.

هغه زیاته کړه، د خلکو بېوزلي، په بازارونو کې د تقاضا کموالی، د خامو موادو نه واردول او د حکومت له خوا د لوړې مالیې اخیستل هغه څه دي چې د کورني تولید کچه یې د پام وړ کمه کړې ده.

دی اندېښنه ښيي، که حالت دغسې روان وي نو صنعتکاران اړ دي چې خپل کارګر ځواب کړي او د فابریکو دروازې وتړي.

د غزني د صنایعو او کانونو خونې چارواکي هم وايي چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې صنعت سخت اغېزمن شوی او د کورنیو تولیداتو کچه کمه شوې ده.

د یادې شوې خونې مشر عبدالرحمن احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، اوسنی بد اقتصادي وضعیت، د خامو موادو کمښت، د تولید شوو توکو د خرڅلاو لپاره د مناسب بازار نه موجودیت او د صنعتي پارکونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دغه ولایت کې یې صنعت او تولید سخت اغېزمن کړي دي.

هغه زیاته کړه، په ټوله کې دا ستونزې د دې لامل شوې چې په دغه ولایت کې په کور دننه د تولید کچه تر ۸۰ سلنې ټیټه شي.

د غزني د صنایعو او سوداګرۍ خونې مسوول سید منیر هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، له صنعتګرو سره په اړیکه کې دی او د ستونزو حل ته یې لومړیتوب ورکوي.

هغه زیاته کړه، د صنعتګرو یادې شوې ټولې ستونزې یې د مرکزي ادارې له چارواکو سره شریکې کړې، څو د حل لپاره یې لازمې لارې چارې ولټول شي.

په غزني کې دا مهال له ۶۰ ډېرې فابرکې فعالې دي چې سلګونه کسان په کې پر کار بوخت دي او بېلابېل تولیدات لري.

Views: 163

Exit mobile version