ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا انګور اډه کې د ۳۴ ميليون افغانيو په لګښت د کميساري کمپلیکس ودانۍ جوړېږي

د پکتيکا انګور اډه کې د ۳۴ ميليون افغانيو په لګښت د کميساري کمپلیکس ودانۍ جوړېږي

author avatar
13 Sep 2022 - 11:44
د پکتيکا انګور اډه کې د ۳۴ ميليون افغانيو په لګښت د کميساري کمپلیکس ودانۍ جوړېږي
author avatar
13 Sep 2022 - 11:44

ښرنه (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۱): د پکتيکا ولايت د انګور اډې پر دروازه د ۳۴ ميليونه افغانيو په لګښت د کميساري کمپلیکس ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو به یې خلک وکړای شي د پاسپورټ او ویزې په لرلو له دې لارې پاکستان ته تګ راتګ وکړي.

پر ډیورنډ فرضي کرښې د انګور اډې پر دروازه دا ودانۍ د کورنيو چارو وزارت له لوري جوړېږي چې چارې به یې په يوه کال کې بشپړې شي.

د کورنيو چارو وزارت د تعميراتو رياست مرستيال مولوي الهام‌الدين چې د دې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو په موخه د پکتيکا ولایت انګور اډې ته راغلی و، پژواک خبري اژانس وويل، د کميساري کمپلیکس دا ودانۍ په دوه پوړه کې جوړېږي چې ۳۰ اداري او د اړتیا وړ نورې خونې به ولري.

د ده په خبره، اړوند وزارت دغه ګام د خلکو په خوښه او غوښتنه اخلي څو د هغوی هغه ستونزې حل شي چې اوس پر دغه لار د تګ راتګ پر مهال ورسره مخ دي.

په پکتيکا کې د ورځې لسګونه کسان – چې ډېر یې ناروغان او ناروغ لرونکي دي- له دې لارې د کرښې هغې غاړې ته اوړي.

د دغې لارې مسافر وایي، له کرښې د تېرېدو پر مهال د پاکستاني حکومت له لوري د دروازې د نه خلاصېدو له امله په شپو- شپو انتظار باسي چې دې چارې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د حاجي سميع په نوم یوه سپین ږیري – چې له خپل ناروغ سره د کرښې هغې غاړې ته د اوښتو انتظار باسي – پژواک خبري اژانس ته وويل: «دا مې پنځمه ورځ ده چې دلته انتظار یم، نه د هوټل سهولت شته نه د خوراک سهولت شته، در په در يو، د پاکستان حکومت په موږ ملنډې وهي، نیم واړه مو هاخوا دي، نیم مو دې خوا، خو دوی مو يو ځای کېدو ته نه پرېږدي.»

دغه مسافر غوښتنه کوي چې د سرپرست حکومت مسوولین دې د پاکستان له حکومت سره د خلکو د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړي، څو پر دې لار تلونکي مسافر له سختيو خلاص شي.

د پکتيکا والي مولوي عبدالله مختار د خلکو د ستونزو په اړه وایي چې د انګور اډې پر دروازه د کميساري کمپلیکس ودانۍ په جوړېدو سره به د خلکو ټولې هغه ستونزې حل شي چې اوس د تګ راتګ پر مهال ورسره مخ دي.

دی وایي، د کميساري په جوړېدو سره به پر دغه لاره د خلکو تګ راتګ په پوره ډول قانوني او له ستونزو به خلاص شي.

نوموړی زياتوي: «د خلکو د مشکلاتو له لیدلو وروسته مشرتابه دا نظر ورکړ چې دلته باید کمیساري منظوره شي چې په جوړېدو سره به یې د خلکو ستونزې هوارې شي، دلته به د پاسپورت شعبه فعاله وي او هر ډول سهولتونه به موجود وي.»

د يادونې ده چې اوس‌مهال د انګور اډې پر لار ډېری هغه کسان د کرښې هغې غاړې ته تګ راتګ کوي چې پاسپورټ او ویزه نه لري.

Views: 162

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.