Pajhwok Afghan News

امریکا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ساتلو او لګولو لپاره ځانګړی صندوق اعلان کړ

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۱): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ به ۳ نیم میلیارد ډالر د «افغان فنډ» په نامه یوه نوي جوړ شوي صندوق ته سپاري.

د امریکا متحده ایالتونو د تېر کال په زمري میاشت کې د افغانستان د جمهوري نظام تر ړنګېدو وروسته – چې ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو – د افغانستان څه باندې نهه میلیارد امریکایي ډالر شتمني کنګل کړه. د راپورونو له مخې، د کنګل شوې شتمنۍ ۷ میلیارد ډالر په امریکا او پاتې نور په نورو اروپایي هېوادونو کې دي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، یاد درېیم‌ګړی د افغان فنډ په نوم صندوق د امریکا او سویس حکومتونو او د یو شمېر افغان اقتصادي کارپوهانو له خوا جوړ شوی او د سویس له «بي ای اېس» بانک سره به بانکي حساب ولري.

د سویس «بي ای اېس» بانک یوه نړۍواله اقتصادي‌ اداره ده چې ګڼو حکومتونو او مالي ادارو ته په بانکدارۍ او نورو مالي برخو کې خدمات وړاندې کوي.

د امریکا حکومت ویلي، په دغه صندوق کې ساتل شوې شتمني به د عامو افغانانو د خیر ښېګڼې او د افغان دولت د نړۍوالو پورونو هوارولو لپاره لګول کېږي، خو د افغانستان سرپرست حکومت به ورته مخامخ لاسرسی نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په راتلونکي کې به د افغانستان هغه شتمنۍ هم دغه صندوق ته لېږدول کېږي چې له امریکا بهر په نورو هېوادونو کې کنګل شوې دي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د دې شتمنۍ د لګولو واک به له یوې «تضمین کوونکې شورا» سره وي او په دې شورا کې د امریکا د حکومت یو استازی، د سویس حکومت یو استازی او همداراز دوه افغان اقتصادي کارپوهان شامل دي.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د دغه نوي صندوق یا فنډ جوړېدو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې ټینګار کړی چې د افغانستان ټولې کنګل شوې شتمنۍ باید د افغانستان بانک ته وسپارل شي. ځینو نورو نړۍوالو او کورنیو سرچینو هم د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي،‌ د «افغان فنډ» په نامه دغه مالي صندوق کې به د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ۳ میلیارده ډالر ساتل کېږي او د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره به د ځانګړو اهدافو لپاره لګول کېږي.

د راپور له مخې، د صندوق «تضمین کوونکې شورا» به دا پرېکړه کوي چې دا شتمنۍ د کومو موخو لپاره لګول کېدای شي، خو په ټوله کې یې موخه دا ده چې د عامو افغانانو بشري لاسنیوی وشي او د افغان دولت نړۍوال پورونه هوار شي.

د امریکا حکومت ویلي،‌ تر هغې به د افغانستان مرکزي بانک ته د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ نه سپاري چې دغه بانک یو لړ شرطونه نه وي پر ځای کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د روان کال د سلواغې په ۲۲مه، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو اجرايي فرمان صادر کړ.

د دغه فرمان له مخې، په امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ مېلیارد ډالر کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو وېشل شوې وه او ویل شوي و چې نیمه برخه (۳ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر) افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لپاره ورکړل شي او پاتې نور د دې لپاره په امریکا کې ساتل کېږي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورونیو ته یې د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.

خو د روان کال د زمري په ۲۶مه، د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د قربانیانو یو شمېر کورنیو په یوه لیک کې د امریکا له ولسمشر څخه وغوښتل چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ دوی ته ورکول کېدونکې ۳،۵ میلیارد ډالر د افغانانو حق دی او هغوی ته دې ورکړل شي.

Views: 270

Exit mobile version