اسعدآباد (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۱): د کونړ روغتيا ریاست وايي، تازه د دغه ولایت په پېچ دره ولسوالۍ کې وړمه ورځ د ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د دغه ولایت د عامې روغتيا ریاست د کتلوي معافیت عمومي مدیر محمداسحاق ساپي نن (د وږي ۲۶مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه وړمه ورځ د پېچ درې ولسوالۍ په کلیمو سیمه کې ثبت شوې ده.
ده زیاته کړه چې دا په شاوخوا دوه نیمو کلونو کې د ختیځو ولایتونو په کچه د ګوزڼ یا پولیو لومړۍ مثبته پېښه ده.
هغه وویل: «د فواد په نوم ۳۹ میاشتنی ماشوم چې تازه ګوزڼ وهلی، د کونړ پیچ درې د کلیمو د سیمي اوسېدونکی دی، یاد ماشوم ته مخکې د ګوزڼ واکسین نه دی ورکړل شوی، نو همدا لامل دی چې اوس په ګوزڼ اخته شوی دی.»
نوموړي د کونړ خلکو ته په خطاب کې وویل چې خپلو ماشومانو ته دې پر وخت واکسین وکړي.
ده زیاته کړه: «روانه میاشت نه یوازې د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوې، بلکې د کونړ په محیط یا چاپيریال کې هم د پولیو مثبت ویروس لیدل شوی دی.»
د کونړ د عامې روغتيا ریاست د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې هم په دغه ولايت کې د پوليو يوه مثبته پېښه ثبت شوې وه.
Views: 44