Pajhwok Afghan News

کونړ کې له روغتونه تښتول شوی ماشوم پيدا او کورنۍ ته يې وسپارل شو

اسعداباد (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱): د کونړ له ولایتي روغتونه غلا شوی ماشوم پرون د امنیتي ځواکونو له خوا پيدا او کورنۍ ته يې سپارل شوی دی.

دغه ماشوم د وږي په ۲۳مه د اسعداباد ولایتي روغتون کې له زېږون وروسته د ماشومانو واټ له بستره غلا شوی و.

د یاد ماشوم پلار شيرزمان پرون (د وږي ۲۷مه) پژواک ته وویل: «نن د غرمې ۱۲ بجې وې چې امنیتي ځواکونو له لوري خبر راکړل شو چې ماشوم په دانګام ولسوالۍ کې پيدا شوی، زه په بېړه امنیتي ځواکونو ته ورغلم او ماشوم په یوه کور کې د چاپې پر مهال پيدا او موږ ته راوسپارل شو.»

Views: 731

Exit mobile version