شبرغان (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۱): د شبرغان ښاروالۍ ریاست وايي، په تېر یوه کال کې يې څه باندې ۲۸ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.
د شبرغان ښاروالۍ د حکومتولۍ عمومي مدير قدرتالله رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل، دې ادارې په تېر يوه کال کې له خپلو دوو ثابتو او غير ثابتو سرچينو څه باندې ٢٨ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د هغه په وينا، دغه رياست د خپلې ثابتې سرچينې له درکه چي د کورونو پاکوالی، د صنفي جوازونو ورکړه، د دوکانونو او مارکېټونو کرایې په کې شامل دي، څه باندې ٢٣ ميليونه افغانۍ او له غير ثابتې سرچينې یې چې ټکس او د انجینرۍ برخې خدمتونه، د اشخاصو او شرکتونو باقیات په کې شامل دي، څه باندې پنځه میلیونه افغانۍ راټولې کړې دي.
هغه زياته کړه، د شبرغان ښاروالۍ د ١٠٨ کارکوونکو او خدماتي کاګرو په درلودو سره په تېر يو کال کې د څلورو مصرفوونکو کوډونو له لارې له ١٦ ميليونو افغانيو ډېرې پیسې لګولې دي.
د شبرغان ښاروال مولوي حبيبالله قانع چې په دغه پروګرام کې يې ګډون درلود، ملت ته د حکومت د کړنو راپور ورکول اړين وبلل او زیاته یې کړه، چارواکي بايد هر کال د خپلو کړنو راپور خلکو ته ورکړي، څو روڼتیا رامنځته شي.
هغه زیاته کړه: «موږ تل د شبرغان د اوسېدونکو په خدمت کې یو او د شبرغان له ښاریانو غواړو چې د دغه ولایت د ښاروالۍ له ادارې سره چې د ولس اړونده ده، بشپړه همکاري وکړي.»
Views: 10