کابل (پژواک ۳۰ وږی ۱۴۰۱): د بهرنيو چارو سرپرست وزير وايي، اسلامي امارت له نړیوالو سره د رغنده تعامل پالیسي پر مخ وړي او په دې برخه کې یوناما هم ښه رول لوبولی شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټويټر کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې نن د بهرنيو چارو وزارت له وزير مولوي امير خان متقي سره د يوناما سرپرست او سياسي مرستيال مارکس پوټزل او مل پلاوي په ستوري ماڼۍ کې وکتل.
سرچينه زياتوي، د بهرنيو چارو وزير او د يوناما مرستيال راتلونکې اونۍ د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د افغانستان په اړه د يوناما د مشرتابه د وينا، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمُنشي د نوې ټاکل شوې استازې د راتګ او نورو موضوعګانو په اړه تفصيلي خبرې وکړې.
سرچينه کاږي، متقي د ملګرو ملتونو په ګډون له ټولو ديپلوماتيکو ماموريتونو سره د لازیاتې همکارۍ، د هغوی د ودانيو او کارکوونکو د امنيت د ټينګښت په موخه د پياوړو امنيتي تدابيرو نيولو او د اړوندو کارکوونکو په تګ راتګ کې د نورو اسانتياوو رامنځ ته کولو ډاډ ورکړ.
سرچينه وايي، د بهرنيو چارو وزير وويل چې د افغانستان اسلامي امارت له نړیوالو سره د رغنده تعامل پالیسې پر مخ وړي او په دې برخه کې یوناما هم ښه رول لوبولی شي.
Views: 48