Pajhwok Afghan News

خوست کې د يوه سړک د جوړولو چارې پيل شوې

خوست ښار (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۱): خوست ښار کې د نږدې ۱۴ ميليونه افغانيو په لګښت، د يوه سړک د جوړولو چارې پيل شوې.

دا دويم لاين سړک چې څلور کيلومتره اوږدوالی لري او په خامه ډول جوړيږي، د ښاروالۍ پنځمې ناحيې اړوند د متون ورغه کلي څخه د خوست تر ښار پورې غځيدلی دی.

د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال پژواک اژانس ته وويل، د دغه سړک په اوږدو کې په اساسي ډول د دوه نيم کيلومتره ويالو او د دولسو پلچکونو جوړېدل هم شامل دي.

هغه وويل، د اوس لپاره دغه سړک په خامه ډول جوړېږي، خو په راتلونکي مالي کال به يې قير اچونه هم وشي.

دی وايي: «دا زموږ د ۱۴۰۱ مالي کال د انکشافي پروژو څخه درېيمه پروژه ده چې افتتاح شوه، ان شاءالله په کم وخت کې موږ ټولو خوستوالو ته دا ډاډ او زيری ورکوو چې نورې پروژې به هم افتتاح شي.»

د بلال په وينا په ياد سړک باندې د مرکز متون خلکو ترڅنګ، د موسی خېلو او قلندر ولسواليو اوسېدونکي هم خوست ښار ته تګ راتګ کوي.

د سيمي د اوسيدونکو په خبره پخوانۍ سړک چې شاوخوا درې لسيزې مخکې جوړ شوی و، د تنګوالى له امله ډېر وخت پرې ترافيکي پېښې رامنځته کېدې.

د متون د ورغه سيمې اوسېدونکي حاجي قاضي پژواک ته وويل، د تېر حکومت پرمهال دوی څو ځله د دويم لاين سړک د جوړولو غوښتنه وکړه، خو چا يې غږ وانه ورېده.

هغه که څه هم د دويم لاين سړک د کار په پيل خوښي وښوده، خو په ورته وخت کې يې له حکومت څخه د هغو ځمکو د استملاک غوښتنه هم وکړه چې ځايي خلکو د سړک په اوږدو کې له لاسه ورکړي دي.

د يوې بل خبر له مخې د خوست ښاروالۍ له خوا هغه ۱۸ جريبه دولتي ځمکه هم له غصب خلاصه شوه چې يو شمېر کسانو پرې په خپل سر کورونه جوړ کړي وو.

د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال پژواک اژانس ته وويل، دغه ځمکه د مرکز متون او د ازادی مېنې په ښارګوټي کې د يوې نيمې لسيزې را په دې خوا د ځايي اوسيدونکو له خوا غصب شوې وه چې بېرته راوګرځول شوه.

Views: 732

Exit mobile version