Pajhwok Afghan News

هلمند کې د هاوان مرمۍ چاودنه کې دوه ماشومان ټپیان شوي

لښکرګاه (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۱): د هلمند مسوولین وايي، د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د زړې مرمۍ د چاودني له امله دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ مازیګر د سنګین ولسوالۍ په سټېشن کلي کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان ټپیان شوي دې .

د ده په وینا، چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوې چې ماشومانو په مرمۍ باندې لوبې کولې.

هغه زیاته کړه، یاده پېښه کې د عبدالله او عارف الله په نوم دوه ماشومان ټپیان شوي چې د درملنې لپاره لښکرګاه ته انتقال شوي دي.

Views: 42

Exit mobile version