مزار شریف (پژواک، ۱ تله ۱۴۰۱): په بلخ کې په دوو جلا پېښو کې پنځه کسان د شرابو څښلو په تور نیول شوي او د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې بیا یوه اندازه سپکې او درنې وسلې ترلاسه شوې دي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، یاد شوي پنځه کسان یې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې نیولي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول محمدآصف وزیري پژواک خبري اژانس ته وویل، د بلخ ولسوالۍ امنیتي ځواکونو ۵ کسان هغه مهال نیولي چې د شرابو له څښلو وروسته یې د نشې په حالت کې خلک ځورول.
هغه زیاته کړه، نیول شوي کسان د پلټنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې درې کسان د میتانول الکول څښلو له امله مړه او اووه نور مسموم شوي وو.
د یوه بل خبر له مخې، امنیتي ځواکونو په بلخ ولایت کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو اندازه سپکې او درنې وسلې کشف او ضبط کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې په دې اړه راغلي چې په ترلاسه شوو وسلو کې د ٨٢ میلي متري توپ ۱۰ مرمۍ، یوه قبضه راکټ او یو صندوق مرمۍ، ٧ دانې لاسي بمونه، یو صندوق د پیکا مرمۍ، ٦٠ دانې د دهشکې مرمۍ، یو دانه آګایس او یوه پایله مخابره شامل دي.
سرچېنې لیکلي، په ترلاسه شویو توکو کې د دولتي موټرو پلېټونه هم شامل دي.
Views: 117