کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۱): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو، مالیزیایي غوړیو، پاکستانۍ وریجو او عربي سرو زرو بیې ټیټې شوې، خو د هندۍ بورې بیه لوړه شوې ده.
د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرو اووه ورځو په پرتله، په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو بیه له ۲۵۰۰ افغانیو څخه ۲۴۵۰ افغانیو ته، د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړيو بیه له ۲۰۵۰ څخه ۱۸۵۰ افغانیو ته او د ۵/۲۴ کیلوګرام پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجو بیه له ۳۲۰۰ څخه ۳۰۰۰ افغانیو ته ټيټه شوې ده.
د هغه په وينا، د کابل ښار په بازارونو کې د اوړو او غوړیو بيې د وارداتو د زياتوالي او د تقاضا د کموالي له امله کمې شوې دي.
خو نوموړي زیاته کړه، نن د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹ کیلوګرام هندۍ بورې بیه له ۳۱۵۰ افغانیو څخه ۳۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
سرچینه وایي، په کابل ښار کې د هندي بورې بیه د تقاضا زیاتوالي او د وارداتو د کموالي له امله لوړه شوې ده.
خو صافی وایي، نن هم د تېرې شنبې په څېر د یوه کیلوګرام افریقایي تور چای عمده بیه ۴۰۰ افغانۍ او د یوه کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ دي.
د ځینو توکو پرچون بیه په ځینو مواردو کې د هغو له عمده پلور بیو سره لږ، خو په ځینو مواردو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار د دهنباغ سیمې د خوراکي توکو یوه پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو پرچون بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرام پاکستانۍ لومړۍ درجه سیله وریجو بیه ۳۰۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرام هندۍ بوره بیه ۳۲۵۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه ۱۹۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۴۰۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۴۵۰ افغانۍ دي.
د نفتي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی
د «احمد یار ګروپ» د تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن هم د تېرې شنبې په څېر یو لېتر پټرول په ۸۵ افغانیو او یو لېتر ډیزل په ۱۰۴ افغانیو پلورل کېږي.
همدارنګه د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وایي، نن لکه تېرې اووه ورځې یو کیلوګرام اوبلن ګاز په ۶۸ افغانیو پلورل کېږي.
د عربي سرو زرو بیې ټیټې شوې دي
د کابل ښار په لېسې مریم بازار کې د سرو زرو پلورونکي محمدجاوېد وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۱۰۰ افغانیو څخه ۴۰۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې، خو نن د تېرې شنبې په څېر یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سره زر په ۳۳۰۰ افغانیو پلورل کېږي.
د سرو زرو د پلورونکو په وینا، د کابل په بازارونو کې د سرو زرو په بیو کې بدلون د نړۍ په بازارونو کې د سرو زرو د بيو له بدلون سره تړاو لري.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په سرای شهزاده کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، نن د یو امریکایي ډالر د پېر ارزښت ۴۰/۸۸ افغانۍ دي او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۷۰ افغانیو تبادله کېږي.
د وږي په ۲۶مه، د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت ۸۸ افغانۍ وې او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۷۰ افغانیو تبادله کېدې.
Views: 75