چاریکار (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۱): د سالنګ لویې لارې د ساتنې او مراقبت مسوولین وايي، پر دغې لارې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او بل ټپي شوی دی.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رییس محمدیعقوب وايي، تېره شپه یو «پیکپ» موټر چې له شماله سوېل ته روان و، د سوېلي سالنګ په ۹ شمېره ګالرۍ کې له سړکه سیند ته لوېدلی دی.
د هغه په وینا، په یاده پېښه کې یو کس مړ او بل ټپي شوی دی.
نوموړي د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکي ویده کېدل وبلل.
Views: 27