Pajhwok Afghan News

زابل کې پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله هره ورځ سلګونه کسان پر نس‌ناستي اخته کېږي

کلات (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۱): د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله هره ورځ سلګونه کسان د نس‎ناستې په ناروغي اخته کېږي.

هغوی زیاتوي، له تېرو درې نیمو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې څه باندې ۲۳ زره کسان د نس ناستې په ناروغي اخته شوي چې ۷ تنو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د نس ناستې ناروغي بې‎سارې ډېره شوې چې لامل یې د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی، د تېرو جګړو پر مهال د بمباریو د زهرجنو موادو او وروستیو سېلابونو له امله د اوبو ککړتیا ده.

دی وايي، له تېرو درې نیمو میاشتو راهیسې د دغه ولایت په مرکز کلات او ولسوالیو کې د نس ناستې له ۲۳ زره ډېرې پېښې ثبت شوې چې ۷ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي هم دي.

هغه زیاته کړه: «په زابل کې په تېرو درې نیمو میاشتو کې ۲۳ زره ۱۶۶ کسان د نس ناستې په ناروغي اخته شوي چې ۱۴ زره ۷۹۱ نارینه، ۸ زره ۳۷۵ ښځې او ۶ زره ۹۶۴ ماشومان په کې شامل دي.»

د ده په خبره، له دې جملې ۳ زره ۸۷۶ کسان په شدیده نس‎ناسته اخته شوي او ۴ زره ۳۰۳ کسان په روغتیايي مرکزونو کې بستر شوي دي.

نوموړي وویل، له پیله یې هڅه کړې د نس‌‌ناستې ناروغي کنټرول کړي، په کومه سیمه کې دا ناروغي خپره شوې نو په بېړنۍ توګه یې ګرځنده ټیمونه ور لېږلي او د ناروغانو درملنه یې کړې ده.

دی زیاتوي، په مرکز کلات، ښار صفا او شاه جوۍ ولسوالۍ کې د دې ناروغۍ د درملنې مرکزونه شته او تر څنګ یې اووه ګرځنده روغتیايي ډلې ګومارلې چې د اړتیا پر مهال سیمې ته ځي او د ناروغانو درملنه کوي.

ده د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو مرستندویه ادارو یادونه وکړه چې په دې برخه کې یې وخت په وخت له دوی سره د درملو او او اړتیا وړ نورو توکو مرسته کړې ده.

د زابل اوسېدونکي وايي، په بېلابېلو سیمو کې هره ورځ سلګونه کسان د نس‌ناستې په ناروغي اخته کېږي او د ګرځنده روغتیايي ډلو له خوا یې درملنه کېږي.

د کلات ښار یوه اوسېدونکي پېروز پژواک خبري اژانس ته وویل، څو میاشتې مخکې د هوا له ګرمېدو سره په دغه ولایت کې د نس ناستې ناروغي ناڅاپي ډېره شوه او لا هم پاتې ده.

دی زیاتوي، هره ورځ یې د کلي ماشومان په دې ناروغي اخته کېږي چې د خپلو کورنیو له خوا نږدې روغتیايي مرکزونو ته د درملنې لپاره وړل کېږي.

د شاه جوۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکی میرحمزه چې په خپله د نس ناستې په ناروغي اخته شوی او اوس په روغتیايي مرکز کې بستر دی، پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ناروغي ناڅاپي ور پېښه شوه، شدید خوا ګرځی یې درلود او په لنډ وخت کې یې د بدن اوبه کمې شوې، تر دې چې په روغتون کې بستر شو.

دی وايي، د دغه ولایت ډېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، همدا لامل دی دلته دا ناروغي ډېره شوې ده.

نوموړی له حکومت او مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې خلکو ته د څښاک اوبو په برابرولو کې مرسته وکړي.

Views: 27

Exit mobile version