Pajhwok Afghan News

بلخ کې د وسلو یوه زېرمه ترلاسه شوې ده

مزارشریف (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۱): د بلخ امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.

د بلخ امنیې قومندانۍ ویاند محمداصف وزیري وایي چې د بلخ امنیتي ځواکونو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د وسلو یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.

هغه وايي چې په نیول شوو وسلو او مهماتو کې څلور پیکاوې، يو اېم څلوېښت، يو راکټ، دوه کلاشینکوفونه، يو اېم ١٦، يوه تمانچه او یوه اندازه د پیکا او راکټ مرمۍ شاملې دي.

ده زياته کړه چې د يادو وسلو ساتلو په تور دوه کسان هم نيول شوي دي.

Views: 185

Exit mobile version