ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا په خیرکوټ ولسوالۍ کې د یوې ښځې مړی موندل شوی

د پکتیکا په خیرکوټ ولسوالۍ کې د یوې ښځې مړی موندل شوی

author avatar
2 Oct 2022 - 14:12
د پکتیکا په خیرکوټ ولسوالۍ کې د یوې ښځې مړی موندل شوی
author avatar
2 Oct 2022 - 14:12

ښرنه (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۱): چارواکي وایي، د پکتیکا ولایت په خيرکوټ ولسوالۍ کې د يوې ښځې مړی موندل شوی چې په ډزو وژل شوې ده.

د دغه ولایت د والي وياند مولوي ثناءالله معصوم پژواک خبري اژانس ته وويل، د وژل شوې ښځې جسد تېره ورځ د خیرکوټ ولسوالۍ په سیګانې کلي کې د امنیتي ځواکونو له خوا موندل شوی او ملکي روغتون ته لېږدول شوی دی.

دی زیاتوي، د پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان نیول شوي او څېړنې ترې پیل شوې دي.

هغه زیاته کړه، که څه هم تر اوسه د دغې ښځې د وژلو لامل معلوم نه دی، خو ظاهراً داسې ښکاري چې پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله شوې ده.

د خیرکوټ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو هم په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې تېره غرمه د دغې ولسوالۍ په سیګانې کلي کې د یوې ښځې جسد موندل شوی چې په ډزو وژل شوې ده.

د دغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي لیکلي: «د خیرکوټ ولسوالۍ د سیګانې کلي په سر کې د یوې ښځې مړی موندل شوی، خپلوان او د وژلو علت یې معلوم نه دی، اوس‌مهال یې جسد د خیرکوټ په ملکي شفاخانه کې پروت دی.»

هڅه مو وکړه د پېښې په تړاو نور جزیات د پکتيکا د ولايتي روغتون له مسوولينو څخه تر لاسه کړو، خو و نه توانېدو.

Views: 877

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.