Pajhwok Afghan News

د عامې روغتیا وزارت وايي، د ډاکټرانو د شفري او غیراصولي نسخو مخه نیسي

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت وایي، پرېکړه یې کړې چې د ډاکټرانو له خوا د «شِفري او اصولو په پام کې نه نيولو سره د غيرقانوني» نسخو مخه به په کلکه نیسي.

د پژواک خبري اژانس راپورونو له مخې، په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ځیني ډاکټران د ګټې په موخه نسخې په شفري بڼه ليکي او ناروغان مجبوروي چې د دوی له اړوندو درملتونونو درمل وپېري.

د دغه راپور له مخې، ځیني خلک هم شکایت کوي چې په ځینو درملتونونو کې درمل په ډېره لوړه بیه پلورل کېږي او دوی اړ دي چې له همدغو درملتونونو درمل وپېري؛ ځکه چې ډاکټران په داسې شفرونو نسخې لیکي چې نورو درملتونونو کارکوونکي پرې نه پوهېږي.

د عامې روغتیا وزارت تېره شپه پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې د ولس د خير او روغتيايي اصولو او قوانينو پلي کولو په موخه یې پرېکړه کړې چې هيڅ ډاکټر به نور شِفري او د اصولو په پام کې نه نيولو سره غيرقانوني نسخې نه ليکي.

سرچینې لیکلي چې ډېر ژر به په مکتوبي ډول ټولو اړوندو ادارو ته دا پيغام ولېږل شي.

Views: 198

Exit mobile version