نیلي (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۱): د راه رهنورد ټولنیزې سوکالۍ مؤسسې (RSO) ولایتي مسوولینو د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF)په مالي مرسته، په دایکنډي ولایت کې د چټکو او سیمهییزو زدهکړو د ۳۵۵ ټولګیو د فعالېدو خبر ورکړ.
په دایکنډي کې د ارسو مؤسسې د تعلیماتو امر عزیز مهدوي وویل: «د چټکو او سیمهییزو زدهکړو دغه ۳۵۵ ټولګي د دایکنډي په لسو ولسوالیو کې د هغو ۱۰زره زدهکوونکو لپاره جوړ شوي چې له ښوونځیو پاتې وو او یا مخکې پاملرنه نه وه ورته شوې.»
هغه زیاته کړه، د دغو ټولګیو بودجه د «یونیسف» له لوري ورکول کېږي او د دایکنډي د پوهنې ریاست تر څارنې لاندې به د ارسو مؤسسې د مسوولینو له خوا جوړ شي.
د هغه په وینا، د چټکو زدهکړو په ټولګیو کې ۷-۹ کلن زدهکوونکي او د سیمهییزو زدهکړو په ټولګیو کې ۱۰-۱۵ کلن زدهکوونکي شامل کړل شوي او له بلې خوا، د ناوه مېش، پاتو، خدیر او میرامور په څېر لرې او محروم ولسوالیو ته ډېره پاملرنه شوې ده.
یاد مسوول څرګنده کړه، د دغو ۱۰زره زدهکوونکو لپاره چې تر ۵۰ سلنه ډېر یې نجونې دي، ۴۲۶ نارینه او ښځینه ښوونکي ګومارل شوي او تر ۱۴ ورځنیو زدهکړو او ورکشاپونو وروسته خپلو سیمو ته ځي او هلته دغه ټولګي پیلوي.
مهدوي زیاته کړه، ښوونکي د آزادې سیالۍ له مخې له هغو سیمو څخه ګومارل شوي چې هلته دغه ښوونیز ټولګي جوړېږي.
د یادونې ده چې په لومړي پړاو کې یاد ټولګي د ۱۸ میاشتو لپاره په داسې توګه پرمخ وړل کېږي چې د چټکو زدهکړو د ټولګیو زدهکوونکي به په یوه کال کې دوه ټولګي او د سیمهییزو ټولګیو زدهکوونکي به په یو کال کې یو ټولګی پای ته ورسوي.
له بلې خوا، د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولینو د دغه اقدام هرکلی کړی او دا د دغه ولایت لپاره یوه اړینه لاستهراوړنه بولي.
د دایکنډي د پوهنې رییس مفتي رحمتالله مدثر وویل: «د دغو ټولګیو د فعالېدو له امله د یونیسف او ارسو دواړو مؤسسو له مسوولینو مننه کوي.»
خو نوموړي له دوی څخه وغوښتل چې د دغو ټولګیو د پیلېدو پرمهال روڼتیا ته پام وکړي او د نورو له واسطې او مداخلې پرته خپل کارونه پرمخ بوځي.
د دایکنډي د پوهنې رییس له ښوونکو هم وغوښتل چې د اسلامي امارت له پالیسۍ او قوانینو او د اسلام د پیغمبر له سنتو سره سم خپل ځانونه برابر کړي او زدهکوونکو ته تدریس وکړي.
د مدثر په وینا، ښځینه ښوونکې اړ دي چې حجاب رعایت کړي.
د یادونې ده، د راه رهنورد ټولنیزې سوکالۍ مؤسسه له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې فعالیت کوي.
Views: 12