کلات (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۱): د زابل په سوېلي ولسوالۍ سیوري کې د «ملا محمدعمر مجاهد» په نامه یوه لویه مدرسه له جوړېدو وروسته پرانیستل شوه.
د ملي دفاع وزارت د تدارکاتو رییس او د دې مدرسې جوړونکي ملا عبدالجبار عمري پژواک خبري آژانس ته وویل، دغه دیني مدرسه د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب په مالي ملاتړ پر ۸ جریبه ځمکه د ۲ میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې چې ټول د اړتیا وړ ملحقات لري.
هغه زیاته کړه، په اصل کې د دغې مدرسې لپاره ۵۰ جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې چې د وخت په تېرېدو به پراخه شي.
دی وايي، د یادې مدرسې د جوړولو چارې په نهو میاشتو کې بشپړې شوې چې اوس به په کې د سلګونو ماشومانو له خوا د د دیني زدهکړو لړۍ عملاً پیل شي.
بل لوري ته دسیمې اوسېدونکي هم د دې دیني مدرسې پر جوړېدو خوښي ښيي او زیاتوي، له ډېره وخته اړتیا وه چې باید دلته همداسې لویه مدرسه جوړه شوې وایچې نن یې دا هیله پوره شوه.
دوی غوښتنه وکړه چې دا دیني مدرسه دې پراخه شي، څو د ماشومانو ترڅنګ پکې دلوړو دورو زدهکړې هم وشي.
د سیوري ولسوالۍ یوه اوسېدونکی رحمتالله وايي، مخکې یې په سیمه کې مدرسه نه وه او خپل اولادونه یې د دیني زدهکړو لپاره لرو سیمو ته لېږل.
هغه زیاته کړه، نه یوازې دغې دیني مدرسې ته خپل ماشومان لېږي بلکې د اړتیا وړ مالي همکاري هم ورسره کوي.
د یادې ولسوالۍ بل اوسېدونکي عبدالهادي پژواک ته وویل، مخکې خلکو خپل اولادونه د دیني زدهکړو لپاره د جوماتونو امامانو ته لېږل، خو اوس به په پخه ودانۍ او ښه چاپېریال کې زدهکړې کوي.
Views: 233