Pajhwok Afghan News

هلمند او فراه کې څاه‌ګانو ته د لوېدنې پېښې؛ ماشوم ژغورل شوی خو ښځه مړه شوې ده

لښکرګاه، فراه (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۱): مسوولین وايي، د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې ژورې څاه ته لوېدلی لس کلن ماشوم ژغورل شوی او په فراه کې لوېدلې ښځې ساه ورکړې ده.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، په دغه ولایت کې ژورې څاه ته لوېدلې ښځې له ۴۸ ساعته وروسته هملته ساه ورکړې ده.

دغه ښځه وړم سهار د فراه ولایت مرکز اړوند په «دیګفروشي» سیمه کې ژورې څاه ته لوېدلې وه.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سباوون پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی د یادې ښځې د ژغورنې لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو په وینا يې چې د ځمکې د کلک‌والي له امله يې په ژغورلو ونه توانېدل او یادې ښځې له ۴۸ ساعته وروسته په څاه کې ساه ورکړه.

د یو بل خبر له مخې، د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې ژورې څاه ته لوېدلی ماشوم ژغورل شوی دی.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض نن (د تلې ۱۱مه) پژواک ته وویل: «تېره ورځ د واشېر ولسوالۍ د لر په حوزه کې د اوبو برمې ته لوېدلی لس کلن ماشوم ژوندی ژغورل شوی دی.»

ده زیاته کړه چې دغه ماشوم پرون ماښام شاوخوا شپږ بجې، ژورې څاه ته لوېدلی و او ماسختن شاوخوا اته بجې د سیمې د خلکو له خوا ايستل شوی دی.

ده زیاته کړه چې یاد ماشوم د درملنې په موخه د ګرشک روغتون ته انتقال شوی دی.

Views: 317

Exit mobile version