Pajhwok Afghan News

کندهار کې یوه پلار خپل درې زامن وژلي

کندهار (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۱): د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په کارېزک سیمه کې یوه پلار له خپلو درېیو زامنو سرونه پرې کړي او وژلي دي.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، د نقیب‌الله په نوم د ډنډ ولسوالۍ د کارېزک سیمې یوه اوسېدونکي درې ورځې مخکې خپل درې زامن وژلي او وروسته یې د هغوی جسدونه په یوه غار کې پټ کړي وو.

هغه زیاته کړه، امنیتي کسانو جسدونه را ایستلي او یاد کس یې هم نیولی دی.

دی وايي، له نیول شوي کس څخه پلټنې پیل شوي او داسې ښکاري چې رواني ستونزه لري.

د ډنډ ولسوالۍ امنیه قوماندان ملا عبدالرازق اخند هم وايي چې د دې ولسوالۍ د کارېزک سیمې اوسېدونکي ۴۰ کلن نقیب‌الله له خپلو درېیو زامنو- چې ۶، ۹ او ۱۳ کلونه عمرونه یې لرل- سرونه پرې کړي او وژلي دي.

دی وايي، نوموړی د امنیتي کسانو له خوا نیول شوی او په لومړیو پلټنو کې یې ویلي چې خپل زامن یې د اقتصادي ستونزو له امله وژلي دي.

هغه زیاته کړه: «د نقیب‌الله په نوم کس چې خپل درې ماشومان یې وژلي، نیول شوی، هغه په لومړیو پلټنو کې ویلي چې اقتصادي مشکلات مې درلودل، خلکو به هر وخت راته ویل چې زامن دې خیرات ټولوي، نو ما ته یې هم زور راکړ او خپل زامن مې حلال کړل.»

د ډنډ ولسوالۍ د کارېزک سیمې یوه اوسېدونکي جان پژواک خبري اژانس ته وویل، د نقیب الله په نوم دغه کس یې ګاونډی دی، د هغه د شخصي ژوند په اړه ډېر معلومات نه لري خو په دې وروستیو کې بې روزګاره و، له همدې امله یې رواني حالت هم ښه نه و.

له دې مخکې هم په کندهار کې ورته پېښې شوې چې د رواني او اقتصادي ستونزو له امله یې ځانونه او یا هم د کورنۍ نور غړي وژلي دي.

Views: 59

Exit mobile version