Pajhwok Afghan News

د تېرو درېیو میاشتو پرمهال هېواد کې ۱۴زره کسان پر کرونا اخته او ۷۷ ترې مړه شوي

کابل (پژواک، ۱۲ تله ١۴٠١): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لوري د وړاندې شوو شمېرو له مخې، په سپټمبر میاشت کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر له هغې د تېرې میاشتې په پرتله ۱۶ سلنه کموالی ښيي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان مېلادي کال په تېرو درېیو میاشتو کې په هېواد کې د کرونا ویروس څه باندې ۱۴۳۰۰ پېښې ثبت شوې چې ډېری کسان په اګست میاشت کې پر دغه ویروس اخته شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په جولای میاشت کې ۳۳۰۰ مثبتې او ۲۸ د مړینې، په اګست کې ۶۰۰۰ مثبتې او ۲۷ د مړینې او په سپټمبر میاشت کې ۵۰۰۰ مثبتې او ۲۲ د مړینې پېښې ثبت شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د یادو درېیو میاشتو په لړ کې، په لابراتوارونو کې له ۱۰۰۹۷۰ ډېرې معاینې شوې چې له دې ډلې ۱۴۳۰۰ پېښې مثبتې پېژندل شوې دي.

هغه که څه هم چې د جولای میاشتې په پرتله په اګست میاشت کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې بولي، خو خبرداری یې ورکړ چې که روغتیایي سپارښتنې مراعات نه شي، نو د یاد ویروس مثبتې پېښې به یو ځل بیا ډېرې شي.

ماسک کارول، په سرپټو ځایونو کې د ګڼې ګڼو په مراسمو کې ګډون نه کول، په مکرر ډول د لاسونو مینځل او یو متر واټن مراعاتول له روغتیايي لارښوونو دي چې د کرونا ویروس په لومړیو کې د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) له لوري وړاندیز شوې دي.

Views: 7

Exit mobile version