Pajhwok Afghan News

کاناډا له پاکستانه نور ۳۱۵ افغانان لېږدولي

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۱): د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وايي، له پاکستانه یې ۳۱۵ افغانان تېره ورځ په یوې چارټر شوې الوتکه کې کاناډا ته لېږدولي دي.

دغه څرګندونې د کاناډا د کډوالو چارو وزیر سین فریسر (Sean Fraser) تېره شپه پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي دي.

دی وايي: «نن (د تلې ۱۳مه) یوې بلې چارټر شوې الوتکې له پاکستانه ۳۱۵ افغان کډوال د کاناډا ګلګرې ښار ته ولېږدول.»

هغه زیاته کړې چې په دغه هېواد کې له یاد شمېر کډوالو سره د افغان کډوالو شمېر ۲۱ زرو ته ورسېد او هېواد یې «د خپلو ملګرو» د ملاتړ لپاره نور هم خپل کار ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم له پاکستانه افغانان په چارټر شوو الوتکو کې کاناډا ته لېږدول شوي او د کاناډا حکومت په خپل هېواد کې لږ تر لږه د ۴۰ زره افغانانو مېشتولو ژمنه کړې ده.

Views: 311

Exit mobile version