کابل (پژواک ۱۷ تله ۱۴۰۱): د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په ستر تجارتي سوداګریز مرکز (سینټورېس مال مارکېټ) کې اور لګېدلی او وروسته کابو شوی دی.
د اسلام اباد پولیسو ویلي، د اور وژنې ټیمونه سیمې ته رسېدلي او د اور د پراختیا مخه نیول شوې ده.
دوی زیاتوي، د دې مارکېټ د استوګنې د کورونو اوسېدونکي تخلیه شوي او ټول خلک په خوندي ډول ایستل شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو خپرو شويو ويډيوګانو کې له ودانۍ لوګي پورته کېدل، په ځینو عکسونو کې د ودانۍ دننه او بهر اورونه هم ښکارېدل.
تر اوسه د اورلګېدنې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.
Views: 539