Pajhwok Afghan News

کابل ښار کې د تېرو ۸ ورځو په پرتله، نن د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت څه باندې ۲ سلنه راټیټ شوی

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۱): د تېرو اتو ورځو په پرتله نن په کابل ښار کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د ارزښت راټیټېدو ترڅنګ، د قزاقي اوړو، اوبلن ګاز او پټرولو بیې هم لوېدلې، خو د غوړیو او عربي سرو زرو بیې بیا لوړې شوې دي.

د کابل په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د یو امریکايي ډالر د پېر ارزښت ۸۶ افغانۍ دي او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۸۰ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تلې په ۹مه، د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۸ افغانۍ وې او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۷۵ افغانیو بدلېدې.

د یادونې ده چې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت له څو میاشتو وروسته لوړ شوی دی.

د افغانستان د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمن زیرک پژواک ته وویل: «واقعاْ چې د افغانیو ارزښت د ټولو بهرنیو اسعارو پر وړاندې لوړ شوی، په وروستیو ۱۳ میاشتو کې دا لومړی ځل دی چې د افغانیو ارزښت دومره لوړېږي؛ یو ډالر په ۸۶ یا څه کم لس سنټه تبادله کېږي.»

هغه د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو په اړه وايي: «په مارکېټ کې افغانۍ کمې او ډالر ډېر دي، د مرستو بستې زیاتې شوې، هره ورځ ډالر لیلامېږي او مرستې په ولایتونو کې د بشري مرستو په نوم په افغانیو وېشل کېږي.»

هغه وویل، د ژمي په نږدې کېدو سره بشري مرستې زیاتې شوې او د افغانیو ارزښت لوړ شوی دی.

هغه وايي، هیله لري چې د افغانیو ارزښت نور هم لوړ شي او د خوراکي توکو په بیو کې کموالی راشي.

د پټرول تېلو بیه راټیټه شوې ده.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، د تېرې شنبې په پرتله نن د یو لېتر پټرولو بیه له ۸۴ نه ۸۱ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د هغه په خبره، د روسیې او افغانستان ترمنځ له تړون وروسته د نفتي توکو واردات زیات شوي چې په کابل او ولایتونو کې د هغه په بیه کې کموالی راغلی دی.

خو د ډیزل تېلو په بیه کې بدلون نه دی راغلی.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک د معلوماتو له مخې، نن هم لکه تېره شنبه د یو لېتر ډیزلو بیه ۹۷ افغانۍ ده.

د اوبلن ګاز بیه هم رالوېدلې.

د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وايي، د تېرو ۸ ورځو په پرتله نن د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه له ۶۵ نه ۶۱ افغانیو ته راکښته شوې ده.

د هغه په وینا، د اوبلن ګازو د وارداتو ډېروالي او د تقاضا کموالي له امله د هغه بیه هم راټيټه شوې ده.

په خوراکي توکو کې، د قزاقي اوړو بیه رالوېدلې ده.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، د تېرې شنبې په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۲۴۵۰ نه ۲۳۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د هغه په خبره، له ګاونډي هېواده د اوړو د وارداتو زیاتوالي له امله د هېواد په بازارونو کې د هغه په بیه کې کموالی راغلی دی.

خو هغه وايي، د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه له ۱۷۵۰ څخه ۱۸۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په وینا، نن هم لکه ۸ ورځې وړاندې، په عمده ډول ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۲۴،۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقايي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۹۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د عربي سرو زرو بیه لوړه شوې.

د کابل ښار مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې د تېرو ۸ ورځو په پرتله نن د یو ګرام  ٧٥٠عیار عربي  سرو زرو بیه له ۳۹۰۰  نه ۳۹۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

خو هغه وویل چې نن هم لکه تېره شنبې‎ د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه ۳۲۰۰ افغانۍ ده.

د هغه په وینا، په کابل ښار کې د سرو زور بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیې له بدلون سره تړاو لري.

Views: 107

Exit mobile version