ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نيمروز کې‎ اهنګران د خپلو تولیداتو د پلور له کمښته شکايت او د ملاتړ غوښتنه کوي

نيمروز کې‎ اهنګران د خپلو تولیداتو د پلور له کمښته شکايت او د ملاتړ غوښتنه کوي

author avatar
10 Oct 2022 - 18:55
نيمروز کې‎ اهنګران د خپلو تولیداتو د پلور له کمښته شکايت او د ملاتړ غوښتنه کوي
author avatar
10 Oct 2022 - 18:55

زرنج (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۱): د زرنج ښار اهنګران چې د ژوند لسیزې یې په دغه کار کې تېرې کړې او له دې لارې حلاله روزي ترلاسه کوي، د خپل کاروبار له کمرنګه کېدو شکایت لري او له سرپرست حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.

د اهنګرانو بازار د زرنج ښار په «بلوار صلح» سیمه کې موقعیت لري چې د کارګرانو پر فلکه هم مشهور دی او څو اهنګران په جلا جلا هټیو کې پر اهنګرۍ بوخت دي. په دغه بازار کې چې تل د اهنګرۍ د څټک غږونه ترې پورته کېږي، هره ورځ لسګونه اوسپنیز وسایل لکه تبر، ترخځ، بېل، کلنګ، د کباب سیخونه، چاقو، برچې او نور په کې جوړېږي.

په دې کوڅه کې يو اهنګر رمضان رحمتي – چې له کلونو راهيسې پر اهنګرۍ بوخت دى – له پژواک خبري اژانس سره یې خبرو کې وویل، د اهنګرۍ کسب له پلاره ورته په میراث پاتې دی او ۲۰ کاله کېږي چې له دې لارې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابروي.

دا مهال چې له نوموړي سره دوه زامن یې په دغه دوکان کې مرسته کوي، وايي: «اهنګري حلال، خو ډېر سخت کار دی او د خلکو ترمنځ کم ارزښته دی.»

د نوموړي په وينا، دى له خپلو دوو زامنو سره هره ورځ د سهار له ۸ د ماښام تر ۷ بجو پورې په يوه هټۍ کې چې مياشتنۍ کرايه يې ٧٠٠ افغانۍ ده، د سوځوونکي اور ترڅنګ ګرمې شوې اوسپنې په څټک وهي، خو کله ناکله د ژوند لومړني لګښتونه هم نه شي پوره کولاى.

هغه وايي، په هېواد کې د نظام او سیاسي بدلون وروسته د اهنګرۍ بازار کمرنګه شوی او عواید یې ډېر کم شوي دي.

رحمتي زياته کړه: «مخکې زموږ ورځنى عايد له ۱۰۰۰ تر ١٢٠٠ افغانيو پورې و، خو له يوه کال راهيسې مو ورځنى عايد له ٤٠٠ تر ٦٠٠ افغانيو رسېږي او ځينې ورځې هېڅ عاید نه لرو.»

دى وايي، په دغه دوکان کې د خلکو لپاره تبرونه، ترخځ، کلنګ، د کباب سیخونه، لور، چاقو او نور شیان جوړوي چې مخکې ډېرو خلکو اخیستل، خو اوس یې د خرڅلاو کچه ډېره ټیټه شوې ده.

هغه له حکومته غواړي چې له اهنګرانو مالي ملاتړ وکړي، څو د دوی اقتصادي ستونزې کمې شي او خپل کاروبار ته دوام ورکړي.

د احمدولي عظيم په نامه یوه بل اهنګر پژواک ته وويل، له ٢٥ کلونو راهيسې د اهنګرۍ پر کار بوخت دی او د دغه مسلک له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي، ‎خو اوس يې کاروبار کمرنګه شوی دی.

د هغه په ​​خبره، مخکې به یې د اهنګرۍ له لارې د کور مياشتنۍ کرايه چې ٢٥٠٠ افغانۍ او د هټۍ کرايه چې ٨٠٠ افغانۍ ده، ورکوله او پر دې سربېره يې د خپلې ۷ کسیزې کورنۍ لګښتونه هم پوره کول، خو اوسمهال ځینې ورځې وچه ډوډۍ هم نه شي اخیستلای.

دغه اهنګر وايي، مخکې  په هرات کې اوسېدل؛ هلته يې عوايد زيات وو او له پنځو کلونو راهيسې چې ‎ د نيمروز د اهنګرانو په بازار کې کار کوي، لږ عاید لري او دا مهال د اهنګرانو بازار ‎په بشپړ ډول کمرنګه شوی دی.

نوموړی وايي، که وضعيت همداسې دوام وکړي، نو مجبور دی چې اهنګري پرېږدي او ایران ته لاړ شي، څو د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

هغه له حکومته غواړي چې د اهنګرۍ صنعت ودې ته پاملرنه وکړي او د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې، د نیمروز ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صنعتي پارکونو او سوداګرۍ امر اسحاق جویا وايي، د اهنګرۍ صنعت مخکې په نیمروز ولایت کې ښه بازار درلود، خو له څه مودې راهیسې یې فعالیت ډېر محدود شوی دی.

هغه زياته کړه، په دغه ښار کې د اهنګرانو شمېر ډېر کم شوی چې له پنځو تر ۷ کسانو پاتې دي او ان په دغه ښار کې د اهنګرانو لپاره کوم ځانګړی بازار هم نشته.

هغه زياته کړه: «مخکې د اهنګرانو بازار په نقشې سيمه کې و، خو اوسمهال په هغه سيمه کې کوم اهنګر نه دی پاتې؛ له بده‌مرغه ټولو خپل دوکانونه له دې ځایه وړي دي.»

د هغه په ​​وينا، د اهنګرۍ صنعت له ١٣٤٣ لمريز کال راهيسې شتون درلود چې هغه مهال ډېر غوړېدلی و، خو د وخت په تېرېدو دغه بازار پیکه شوی دی.

سرچینه زیاتوي، د صنعت وده د ټولنې د زیربناوو او د هېواد د اقتصاد په وده کې مهم رول لري؛ د دغه ولایت د صنایعو او سوداګرۍ ریاست هڅه کوي چې له سوداګرو او او صنعت‌کارانو ملاتړ وکړي، څو تاریخي صنایع په هېواد کې له منځه ولاړ نه شي.

Views: 15

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.