Pajhwok Afghan News

یعقوب مجاهد: د نظام دښمنان غواړي د قوم او مذهب په نوم ملي یووالی له منځه یوسي

اټلانټا (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۱): د ملي دفاع وزارت سرپرست وایي، د اوسني نظام دښمنان غواړي چې د قوم او مذهب په نوم د هېوادوالو یووالی له منځه یوسي.

د ملي دفاع وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد تېره ورځ په جګړیزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ کې له هغو سرتېرو سره وکتل چې په دې وروستیو کې له پنجشېر ولایت څخه د ملي اردو په لیکو کې جذب شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د ملي دفاع سرپرست وزیر له دغو سرتېرو سره په کتنه کې وویل، اسلامي امارت د ټولو ګډ کور دی، د نظام دښمنان غواړي چې د قوم او مذهب په نوم ملي یووالی له منځه یوسي.

یعقوب مجاهد د چا نوم وانخیست، خو وې ویل: «ځیني خلک کوښښ کوي چې زموږ ترمنځ د کندهاري، هراتي او پنجشېري په نامه قومي او ژبني توپیرونه پیدا کړي، خو موږ باید ټول هڅه وکړو چې یوځای شو او د دسیسو مخه یې ونیسو.»

د ملي دفاع وزیر زیاته کړه، ستاسو ځوانانو د قوي ارادې او اسلامي انګېزې پر وړاندې به دښمنان هېڅکله بریالي نه شي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د جګړیزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ د ښوونیز بهیر د ارزونې په ترڅ کې، د سرتېرو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او د حل په موخه يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

ملا محمدیعقوب په داسې حال کې دا ډول څرګندونې کوي چې د سرپرست حکومت د یوه ازبک قوماندان په اړه راپورونه خپاره شوي چې ګوندې له حکومته جلا شوی او په خپل کور کې ناست دی.

خو نورو سرچینو بیا د نوموړي له خولې دغه راپورونه رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه ښوونیز مرکز تر برید وروسته، د افغانستان هزاره توکم په هېواد او بهرنیو هېوادونو کې د «هزاره‌وو نسل‌وژنې» مخنیوي په اړه کمپاین پیل کړی دی.

Views: 46

Exit mobile version