Pajhwok Afghan News

کابل ښار کې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د قزاقي اوړو بیه لوړه شوې ده

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۱): په کابل ښار کې نن د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت له څو ورځو تنزیل وروسته یو ځل بیا لوړ شوی، په ورته وخت کې د قزاقي اوړو بیه هم د تېرې شنبې په پرتله لوړوالی ښيي او د نورو اړینو لومړنیو توکو بیې نږدې پر خپل ځای پاتې دي.

د کابل ښار د شهزاده سرای «صداقت» صرافي مالک حاجي حسین وویل، نن د یوه امریکايي ډالر د پېر ارزښت ۸۶.۴۵ افغانۍ دی او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۷۰ افغانۍ تبادله کېږي.

که څه هم د روانې میاشتې په ۱۷مه هم د یوه امریکايي ډالر ارزښت ۸۶ افغانۍ و، خو د تېرې اونۍ په نیمايي کې د یوه امریکايي ډالر بیه ۸۴ افغانیو ته رسېدلې وه.

د کابل ښار د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمن ځیرک په دې اړه وویل، د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړېدل کوم ځانګړی لامل نه لري، په وروستیو څو ورځو کې په ولایتونو کې افغانۍ کمې شوې وې او د ولایتونو صرافانو تر ډېره ډالر راوړل او په کابل کې به یې افغانۍ پېرلې، همدغه موضوع د دې لامل شوې وه چې د ډالر ارزښت راټيټ شي.

هغه زیاته کړه، دغه راز افغانستان ته د نغدو بشري مرستو راتلل هم یو بل لامل دی چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ورسره ټيټ شوی و.

په خوراکي توکو کې د اوړو بیه لوړه شوې ده.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر زمري صافي وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو د عمده پلور بیه له ۲۳۵۰ څخه ۲۴۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړی وايي، د وارداتو د کموالي او تقاضا لوړوالي له امله د اوړو بیه لوړه شوې ده.

خو د نوموړي په وینا، نن د تېرو اوو ورځو په څېر د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې د عمده پلور بیه ۳۰۰۰ افغانۍ، ۲۴.۵ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۸۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقايي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای په ۳۵۰ افغانی دي.

د یو شمېر توکو پرچون پلور د هغو له عمده پلور سره په ځينو مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر تفاوت لري.

د کابل ښار په «دهن باغ» سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي­زاده وویل، نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو د پرچون پلور بیه ۲۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۹۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقايي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ دي.

په نفتي توکو کې د اوبلن ګاز بیه یو څه ټيټه شوې ده.

د کابل ښار کلوله­پشته سیمې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وايي، نن د تېرې شنبې په پرتله، د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۶۱ څخه ۶۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده.

خو د «احمدیار ګروپ» د تېلو ټانک یو کارکوونکی وايي، نن د تېرې شنبې  په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۸۱ افغانۍ او د یو لېتر ډېزلو بیه ۹۷ افغانۍ ده.

د سرو زرو بیه له بدلون پرته پر ځای پاتې ده.

د کابل ښار د «مریم لېسې» بازار د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سره زر په ۳۹۵۰ افغانۍ او  یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سره زر په  ۳۲۰۰ افغانیو پلوري.

Views: 41

Exit mobile version