Pajhwok Afghan News

استخباراتو ریاست: د «خوارجو» دوه مهم غړي نیول شوي

کابل (پژواک ۲۴ تله ۱۴۰۱): امنيتي مسوولین وايي، د «خوارجو» دوه مهم غړي يې د عملیاتو پرمهال او دغه راز په کابل ښار کې يې دوه غله چې له يوه صراف څخه يې پنځه میلیونه افغانۍ غلا کړې وې، لاس په لاس نيولي دي.

د استخباراتو لوی ریاست په خپل ټويټر کې ليکلي چې د خوارجو دغو دوو مهمو غړو هر بلال چې مستعار نوم یې ابوخالد و او حمزه چې په زهیر، بلال چپرهاري، دردېدلي زړه او محمد جواد مشهور و، د نشراتو، جلب و جذب او ترور مسؤولیت په غاړه درلود او له یو شمېر هېوادوالو یې ژوند اخیستی دی.

سرچينه زياتوي، دوی په مستعارو ادرسونو (ټلګرام، فیسبوک) د خوارجو په ګټه نشرات کول، خلک یې جذبول او اخطارونه یې ورکول چې د استخباراتو لوی ریاست د منسوبینو په تکتیکي عملیاتو کې ونیول شول.

سرچينه کاږي، له دوی سره ټول هغه وسایل او ادرسونه چې دوی ترې په نشراتو کې کار اخیست، ترلاسه شوي دي.

خو سرچينې دا نه ده په ډاګه کړې چې دغه کسان يې چېرته او کله نيولي دي.

له بلې خوا، د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند پولیسو هغه دوه غله د عاجل اقدام په صورت کې لاس په لاس ونیول چې له یوه صراف څخه یې د دغې حوزې اړوند په کمپنۍ سیمه کې پنځه میلیونه افغانۍ غلا کړې وې.

سرچينه زياتوي، نیول شوي غله یې اړوند ارګان ته سپارلي او ترې ترلاسه شوی رقم خپل څښتن ته وسپارل شو.

Views: 179

Exit mobile version