Pajhwok Afghan News

د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو بې‌اعتباره پاسپورټ وپېژندل شو

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱): د هنلي ګلوبل مؤسسې له لوري د پاسپورټونو په نوې نړۍ‌واله درجه‌بند‌ۍ کې د افغانستان پاسپورټ یوځل بیا د نړۍ تر ټولو بې‌اعتباره پاسپورټ په توګه پېژندل شوی او په دغه نوملړ کې وروستی ځای لري.

د هنلي ګلوبل مؤسسې نن (دوشنبه، د تلې ۲۵مه) د هېوادونو د پاسپورټونو تازه درجه‌بندي خپره کړې ده.

په دغې درجه‌بندۍ کې د جاپان پاسپورټ لومړی دی چې درلودونکي یې له ویزې پرته د نړۍ ۱۹۳ هېوادونو ته سفر کولای شي.

په همدې ترتیب، له جاپان وروسته د سنګاپور، جنوبي کوریا او جرمني پاسپورټونه د نړۍ تر ټولو بااعتباره پاسپورټونه پېژندل شوي دي.

په دغه درجه‌بندۍ کې، له پاکستان، سوریې او عراق وروسته د افغانستان پاسپورټ په ۱۱۲مه درجه کې راغلی چې درلودونکي یې د نړۍ ۲۷ هېوادونو ته سفر کولای شي.

د یادونې ده چې تېر کال هم د یادې مؤسسې د درجه‌بندۍ له مخې، د ایران او افغانستان پاسپورټونو تر ټولو ټيټ اعتبار درلود.

Views: 59

Exit mobile version