Pajhwok Afghan News

د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپیاین پیل شو

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت وایي، نن د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د څلورو ورځو لپاره د پولیو ضد واکسین کمپاین پيل شو چې په لړ کې به یې نږدې شپږ میلیون ماشومان واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دا کمپاین د هېواد د سوېلي، سوېل ختیځو، ختیځو، شمالي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو اړوند ۱۹۴ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راولي چې د پولیو ویروس خپرېدو له خطر سره مخ دي.

سرچینې لیکلي، له دې مخکې په روان کال کې په افغانستان کې شپږ پړاوه سراسری او یو پړاو هم فرعي کمپاینونه ترسره شول چې د پولیو ویروس د کنټرول په برخه کې یې ښې پایلې لرلې او اوس افغانستان د بل هر وخت په پرتله د پولیو له منځه وړو ته نږدې شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په روان زېږدیز کال کې د پولیو دوه مثبتې پېښې له پکتیکا او کونړ ولایتو راپور شوې چې د ۲۰۲۱ کال د څلورو پېښو او د ۲۰۲۰ کال د ۵۶ پېښو په پرتله خورا ډېر کمښت ښيي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد  له کورنیو غوښتي څو ټول هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د واکسین کولو لپاره حاضر کړي.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې د واکسين په وسیله یې مخنيوی شونی دی. هغه ماشومان چې پر دې ناروغۍ اخته کېږي د دایمي فلج یا ان مړینې لامل یې کېږي.

افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې یوازېني دوه هېوادونه دي چې د پولیو له ویروسه پاک نه دي او دغه دواړه هېوادونه د دې ناروغۍ د له منځه وړو لپاره لا ډېرو هڅو ته اړتیا لري.

Views: 36

Exit mobile version