Pajhwok Afghan News

کابل ښار کې چاودنې يو کس ټپي کړی

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۱): د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل ښار پنځمې امنيتي حوزې اړوند په نیازبېګ سيمه کې د سړک غاړې ماين چادونې يو کس ټپي کړی دی.

د کابل امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل چې چادونه نن سهار شاو خوا لس بجې شوې ده.

هغه زياتوي: «د پنځمې حوزې اړوند د نیازبېګ په سیمه کې د سړک پر سر ځای پر ځای شوي ماین انفجار کړی، د لومړنیو معلوماتو له مخې یو تن عام هېوادوال زخمي دی.»

د يادې چادونې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

Views: 61

Exit mobile version