Pajhwok Afghan News

کاناډا له پاکستانه نور ۳۱۱ افغانان لېږدولي

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۱): د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وايي، له پاکستانه یې ۳۱۱ افغانان تېره ورځ په یوې چارټر شوې الوتکه کې کاناډا ته لېږدولي دي.

دغه څرګندونې د کاناډا د کډوالو چارو وزیر سین فریسر (Sean Fraser) تېره ورځ پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي دي.

دی وايي: «نن سهار (د تلې ۲۷مه) یوې بلې چارټر شوې الوتکې له پاکستانه ۳۱۱ افغان کډوال د کاناډا ګلګرې ښار ته ولېږدول.»

هغه زیاته کړې چې په دغه هېواد کې له یاد شمېر کډوالو سره د افغان کډوالو ټولیز شمېر ۲۲ زره ۵۸۱  کسانو ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم له پاکستانه افغانان په چارټر شوو الوتکو کې کاناډا ته لېږدول شوي او د کاناډا حکومت په خپل هېواد کې لږ تر لږه د ۴۰ زره افغانانو د مېشتولو ژمنه کړې ده. 

Views: 34

Exit mobile version